د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحې

مدیریت محصولات زراعتی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د «کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې» په اډانه کې د نویو پروژو د پلي کېدو چارې پیل کړي دي، چې پر بنسټ یې د تازه کرنیزو توکو دیوې لویې برخې د خوسا او ضایع  کېدو مخه نیول کیږي.

ددې طرحې د برنامو په تمویل کې بزګران یوازې ۱۰ سلنه ونډه اخلي او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

دغه طرحه د روان مالي کال تر پایه پلي کيږي او هغه ولایتونه تر پوښښ لاندې نیسي، چې تر ډېره په طرحه کې شامل کرنیز محصولات تولیدوي.

په دې طرحه کې د څه باندې ۱.۶ میلیارډه افغانیو په لګښت درې زره او ۹۰۲ ممیزخونې جوړول، د څه باندې ۱.۵ میلیارډه افغانیو په لګښت د پیازو درې زره او ۲۰۷  صفر انرژۍ سړې خونې یا زېرمتونونه جوړول، د څه باندې ۱.۴ میلیارډه افغانیو په لګښت د کچالو دوه زره او ۴۰۷ صفر انرژۍ سړې خونې یا زېرمتونونه جوړول او دغه راز د څه باندې ۱.۲ میلیارډه افغانیو په لګښت  د مېوو «مڼه او انار» لپاره د سارک ۴۷۵ سړې خونې جوړول شامل دي.

د درې زره او ۹۰۲ ممیزخونو په جوړولو سره، چې هر یوه به یې د ۱۶ مټریک ټنه انګورو د ساتنې وړتیا ولري، نږدې ۷۰ زره مټریک ټنه انګور په ممیزو بدلیږي.

دغه راز د څه باندې ۱۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بڼوالو او کروندګرو مېرمنو ته د سبو او مېوو یوزر او ۱۱۳ وچوونکې دستګاوې پېرل او وېشل هم د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په طرحه کې شامل دي.

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې ټولیزه بودیجه ۵.۸ میلیارډه افغانۍ ده.

باید وویل شي، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت یادې پروژې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا پلي کیږي.

  د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحې   

شکایتونو ته رسېدنه:

ايا د کرنيزو محصولاتو د مديريت دپروژې د پلي کېدو په تړوا چې په کې د (مميزخونو، دپیازو او کچالو زېرمتونونه، او  د مڼې او انارو لپاره صفر انرژۍ سړې خونې جوړول شامل دي) کوم شکايت لرئ؟
که لرئ، نو لاندې شمېرو سره اړيکه ونيسئ او خپل شکايتونه ثبت کړئ:
۰۷۷۷۲۴۶۵۶۵
۰۷۲۸۱۱۹۴۹۲
۰۷۴۹۴۳۱۰۴۳

دایکندی منو

 

پیاز هرات

 

د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه، هرات کې ۱۰۰۵ ممیزخونې جوړول

 

د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه، هرات کې د پیازو زېرمتونونه جوړول

 

د تخار په ولایت کې د پیاز او کچالو زېرمتونونه جوړول

 

د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې کړنو او فعالیتونو ته لنډه کتنه!

 

نقشي:

لینکونه: