فراه کې هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل پیل شو

user-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۱ - ۱۸:۳
تطبیق پروژه‌های مدیریت محصولات زراعتی در فراه نیز شروع شد


۲۱ غویی ۱۳۹۹
په فراه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې، په دې ولایت کې د لومړني ممیزخونې د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پیل شو.
ددغو پروژو د عملي چارې د پیل په غونډه کې، د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو، بزګران او بڼوال شتون درلود.
د فراه ولایت بڼوال او بزګران په دې باور دي، چې د یادو پروژو پلي کېدل د دوی د کاروبار د پراختیا او د اقتصادي ودې لامل کیږي.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې پروژې چې پلي کیږي، د بڼوالو او بزګرانو ملکیت دی. کوم بڼوال او بزګر چې غواړي، یاد بنسټونه ورته جوړ شي یوازې د جوړولو ۱۰ سلنه لګښت یې ورکوي، ځکه ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت ورکوي.
بزګرانو لپاره د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه جوړول، د مېوو د ساتنې په پار د سارک صفر انرژۍ سلګونه سړې خونې جوړول، بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې جوړول، ترڅنګ یې پر بزګرانو او بڼوالو  د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې وېشل، د کرنیزو محصولاتو له سترو پروسسکونکو سره همکارۍ او د کرنیزو محصولاتو د پلور د هوکړه لیکونو برابرول، د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برنامه کې شامل موارد دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۳:۳۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فراه ولایت له بزګرانو سره وکتل


۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
ملا آغاجان آخند (حاجي سالم) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، د فراه ولایت له یو شمېر بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۲۶
Background image

ننګرهار کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ توکو مرسته وشوه

۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۲۳
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه. . .

بازگشت