فراه کې هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل پیل شو

user-admin
Sun, May 10 2020 6:03 PM
تطبیق پروژه‌های مدیریت محصولات زراعتی در فراه نیز شروع شد


۲۱ غویی ۱۳۹۹
په فراه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې، په دې ولایت کې د لومړني ممیزخونې د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پیل شو.
ددغو پروژو د عملي چارې د پیل په غونډه کې، د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو، بزګران او بڼوال شتون درلود.
د فراه ولایت بڼوال او بزګران په دې باور دي، چې د یادو پروژو پلي کېدل د دوی د کاروبار د پراختیا او د اقتصادي ودې لامل کیږي.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې پروژې چې پلي کیږي، د بڼوالو او بزګرانو ملکیت دی. کوم بڼوال او بزګر چې غواړي، یاد بنسټونه ورته جوړ شي یوازې د جوړولو ۱۰ سلنه لګښت یې ورکوي، ځکه ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت ورکوي.
بزګرانو لپاره د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه جوړول، د مېوو د ساتنې په پار د سارک صفر انرژۍ سلګونه سړې خونې جوړول، بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې جوړول، ترڅنګ یې پر بزګرانو او بڼوالو  د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې وېشل، د کرنیزو محصولاتو له سترو پروسسکونکو سره همکارۍ او د کرنیزو محصولاتو د پلور د هوکړه لیکونو برابرول، د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برنامه کې شامل موارد دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS