لوګر کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۲۲۶ پروژو تړونونه لاسلیک شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۹ - ۱۰:۳۲
لوګر کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۲۲۶ پروژو تړونونه لاسلیک شول
 
۹ چنګاښ ۱۳۹۹
لوګر کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۲۲۶ پروژو تړونونه ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې او له دغو بنسټونو څخه د لوګر ولایت د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو ترمنځ لاسلیک شول.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالله تسل وایي، چې ددې هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې او د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار، د لوګر ولایت د مرکز په ګډون ددې ولایت د محمدآغې، څرخ او خوښي په ولسوالیو کې د ۱۲۱ میلیونه او ۹۰۰ زره او ۱۴۳ افغانیو په ارزښت ۲۲۶ پروژې پلي کیږي، چې په کې د پیازو او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه او ممیزخونې جوړول او د مېوو او سبو د وچولو ماشینونه شامل دي.
ښاغلی تسل وویل، چې د یادو پروژو له لارې د لوګر ولایت په مرکز او ددې ولایت په محمدآغې، څرڅ او خوښي ولسوالیو کې د کچالو ۷۹ صفر انرژۍ سړې خونې، د پیازو۹۱ صفر انرژۍ سړې خونې او ۲۸ ممیزخونې جوړیږي، دغه راز ددې ترڅنګ په یادو سیمو کې پر یوشمېر بزګرانو د رومیانو او زردالو وچولو ۲۸ دستګاوې هم وېشل کیږي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت برنامه طرحه، د عالي اقتصادي شورا له خوا تایید او د هېواد ولسمشر محمداشرف غني له خو منظور شوې وه.
دمګړۍ د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې پروژې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.
ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت په ۹۰ سلنه ونډې سره بزګرانو ته زرګونه ممیزخونې، د پیازو زرګونه زېرمتونونه، د کچالو زرګونه زېرمتونونه او دسارک سلګونه سړې خونې جوړیږي. دغه راز پر زرو بڼوالو د مېوو وچوونکې ماشینونه هم وېشل کیږي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې د پروژو په پلي کولو سره لسګونه زره کسانوته لنډ مهالې دندې او په زرهاوو کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه برابریږي.
د کرنې وزارت دغه پروژې په داسې حال کې پلی کیږي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د کاروبار کچه ټېټه شوې ده، خو د کرنې وزارت د یادو پروژ پلي کېدو سره، چې بڼوالو او بزګرانو ته په کې بنسټیز زېربناوې جوړیږي، په کلیو او بانډو کې تر یوه کچه د اوزګارتیا ستونزه هواره کړې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۴
Background image

د روزګان خاص روزګان ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي همکارۍ، د روزګان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

دلغمان الینګار کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د چرګانو او اړوندو وسایلو مرسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په الینګار ولسوالی کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۳۱
Background image

ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او بڼوالو ته د کرنیزو سپارښتنو په پایله کې، سږ کال په شپږو ولسوالیو کې د سرو املوکو. . .

بازگشت