پروان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې تر یوې اوونۍ بشپړیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۰:۱۱
پروژه‌های مدیریت محصولات زراعتی در پروان آماده بهره‌برداری می‌شود

۲۹ تله ۱۳۹۹
د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي او تر یوې اوونۍ پورې ګټې اخیستنې ته چمتو کیږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، د پروان لپاره د ۴۳۱ نویو کرنیزو پروژو چارې پیل کړي دي، چې په کې ۱۵۲ ممیزخونې، د پیازو ۲۰۱ او د کچالو ۳۵ زېرمتونونه او د مېوو ۱۲ صفر انرژۍ سړې خونې جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې د بشپړېدو په درشل کې دي. دغه راز د یادې پروژې له لارې ددې ولایت پر یوشمېر کروندګرو مېرمنو د مېوواو سبو ۳۰ لمریز وچووني دستګاوې هم وېشل شوي دي.

 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت