د وزیر ژوندلیک

د کرنې وزارت د وزیر ډاکټر انوارالحق احدي لنډ ژوندلیک

عکس وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د ۱۹۵۰ام زېږدیز کال د اپریل په ۱۶ مه نېټه د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په جګدلک کلي کې زېږېدلی دی. د هغه پلار، عبدالحق احدي قاضي و چې، د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال یې په بېلابېلو محکمو کې خدمت کاوه. ښاغلی احدي لومړنۍ زده کړې د کابل ولایت د قره‌باغ او د کاپیسا ولایت د تګاپ په ولسوالۍ کې بشپړ او د لېسې دوره یې د کابل د حبیبیې په لېسه کې پیل کړ، چیرې چې، هغه په ۱۱ام ټولګي کې د امریکایي سیمه ییزو خدماتو بورس ترلاسه کړ او په ۱۹۶۸ام کال کې د یوه کال لپاره د امریکا د (Summit High School in Summit, N.J , USA) په ښوونځی کې زده کړې و کړې. ښاغلی احدي په ۱۹۶۹ ام زېږدیز کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې خپلې لوړې زده کړې پیل کړ، چیرې چې هغه د بیروت په امریکایی پوهنتون کې د زده کړې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پراختیایي ادراې (USAID)بورس ترلاسه کړ. ښاغلی احدي په ۱۹۷۴ کال کې د بیروت له امریکایي پوهنتون څخه په سیاسي علومو او اقتصاد کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او په ۱۹۷۷یم کال کې له همدې پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړه. انوارالحق احدي په ۱۹۷۸یم کال کې د امریکا په ایوانسټن الیونو کې د (Northwestern University )پوهنتون څخه بل بورس «سکالرشیپ» ترلاسه کړ او د سیاسي علومو په برخه کې د ډکټورا تر کچې (PHD) د زده کړې دوره یې د (Northwestern University ) په پوهنتون کې پیل کړ. ښاغلي احدي په ۱۹۸۳ام زېږدیز کال کې د مالي په برخه کې له همدې پوهنتون څخه د ماسټرۍ (MBA) سند او په ۱۹۸۶ کې له همدې پوهنتون څخه د سیاسي علومو په برخه کې خپل د ډوکټورا (PHD) سند تر لاسه کړه. ښاغلی احدي د (Northwestern University ) پوهنتون څخه له فراغت وروسته د امریکا په (Carlton College) کې د سیاسي علومو د مرستیال په توګه د استادی دنده پیل کړ. په هرصورت، په  1985 یم کې ښاغلی احدي په (Carlton College) له خپلې دندې استعفا ورکړه او د امریکا د متحده ایالاتو په شیکاګو کې د(Continental Illinois Bank )بانک کې شامل شو او تر ۱۹۸۷یم کال پروې یې ددې بانک د افسر په توګه کار کاوه. کله چې شوروي اتحاد له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، د دې لپاره چې د افغانستان په سیاست کې د برخه اخیستنې لپاره انعطاف پذیري وشي ښاغلی احدي یو ځل بیا خپل مسلک بدل کړ،  او په ۱۹۸۷یم کال کې یې بیا د سیاسي علومو د مرستیال په توګه د امریکا د (Providence College ) پوهنتون کې د استادی دنده پیل کړ، چې وروسته بیا د همدې پوهنتون د سیاسي علومو د بشپړ استاد په توګه وګمارل شو.
احدي په نړیوالو علمي مجلو کې بې شمېره علمي مقالې لري او ترڅنګ یې کتابونه یې هم لیکلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته، ښاغلی احدي یوځل بیا خپله علمي دنده پرېښوده او د ۲۰۰۲ام کال په مارچ کې د افغانستان د مرکزي بانک (د افغانستان بانک) د مشر په توګه وټاکل شو.
انوارالحق احدي د خپل کار په لومړیو اتو میاشتو کې،  په افغانستان کې د اسعارو بدلون پروژه په بریالیتوب سره بشپړ کړ، چې د کرزي د رژیم یوه ترټولو بریالۍ پروژه وه.
ښاغلی احدي د مرکزي بانک په عصري کولو کې هم لویه ونډه درلود، ددې ترڅنګ د ملي اسعارو (افغانۍ) د تبادلې د نرخ د ثبات او نوي سوداګریزې بانکدارۍ په رامنځته کولو کې هم پراخه ونډه درلود. ډاکټر انوارالحق احدي د ۲۰۰۴ام کال د ډسامبر تر میاشتې پورې د مرکزي بانک د مشر په توګه دنده تر سره کول. هغه په همدې کال د ولسمشر کرزي له خوا د افغانستان د مالیې وزیر په توګه وګمارل شو.
د نوي پارلمان له جوړیدو وروسته، ښاغلی احدي د ۲۰۰۶ام کال په اپریل کې د پارلمان له خوا د افغانستان د مالیې وزیر په توګه دتایید رایه تر لاسه کړه.
ښاغلی احدي د مالیې وزارت  د عصري کولو او مسلکي توب په موخه هلې ځلې وکړې، د ده دهلو ځلو په پایله کې پراختیایي بودیجه پلي او  د څلورو کلونو په ترڅ کې کورني عواید څه باندې درې چنده زیات شو؛ د هېوادوالو د هوساینې په پار افغانستان ته د ۱۱.۳ میلیارډه ډالرو نړیوال پور د مرستې په پار خبرې اترې وکړې؛ ملکي کارمندانو لپاره د معاشونو او رتبو نوی سیستم معرفي کړ؛ په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې ټیتولو او د هېواد دودې او پراختیا په پار د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره خبرې اترې وکړې؛ په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې ټیټولو اسټراټیژی یې جوړه او د ۲۰۰۸ام کال په جون کې یې په پاریس کې د نړیوالو ډونرانو کنفرانس ته وړاندې کړه.
ښاغلی احدي د ۲۰۰۹ام کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان د مالیې وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه، تر څو د ۲۰۰۹ام کا په اګسټ کې د ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ کې ګډون وکړي.
په هر حال؛ وروسته بیا هغه له سیالۍ څخه تېر شو.
ښاغلی احدي د ۲۰۱۰ام کال په جنوري کې د افغانستان د ولسمشر د ستر اقتصادي سلاکار په توګه وګمارل شو.
هغه د دولت د مالي، سوداګریزو چارو او اقتصادي پراختیا د پالیسیو د همغږي کولو مسوول و.
ډاکټر انوارالحق احدي د ۲۰۱۰ام کال د جون په میاشت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر په توګه وټاکل شو او له پارلمان څخه یې د باور رایه تر لاسه کړه.
انوار الحق احدي د ۲۰۱۳ام کال د اکټوبر په میاشت کې د افغانستان د سواګرۍ او صنایعو وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه ترڅو په ۲۰۱۴ام کال کې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې سیالۍ وکړي.
ډاکټرانوارالحق احدي د ۲۰۱۶ام کال د جنوري په ۱۸مه د افغانستان نوې ملي جبهه په لاره واچوله. د افغانستان نوې ملي جبهه یوه نوې اصلي سیاسي اپوزیسیون ډله ده، چې د ښاغلي احدي له خوا د ۲۰۱۶ام کال د جنوري په میاشت کې  تاسیس شوې ده.
د افغانستان نوې ملي جبهه کې نهه سیاسي ګوندونه، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ۶۴ غړي، یوشمېر پخواني والیان، د ښځو ډلې او نور لوړ پوړې چارواکي شامل دي.
ډاکټر احدي د دې جبهې مشر دی او اوس هم دغه مقام لري. ډاکټر انوارالحق احدي، (د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخوانۍ مشرې) فاطمه ګیلاني سره واده کړئ، او دوه اولادونه لري، لوریې رڼا او زوی یې طارق نومیږي.

 فیسبوک پانه