کونړ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۹:۲۴
کونړ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي


۲۵ تله ۱۳۹۹
په نږدې راتلونکې کې به په کونړ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۱۱۰ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه پروژې د برخمن شویو بزګرانو په لس سلنې ونډې سره د  نږدې ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي.
په دغو پروژو کې د پیازو ۴۰ او د کچالو ۴۰ صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړول او د سبو او مېوو ۳۰ وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شامل دي.
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې سږکال د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د پیازو او کچالو د خوندي کولو په پار د پیازو او کچالو صفر انرژۍ سړې خونې «زېرمتونونه»، ممیزخونې او د مڼو صفر انرژۍ سړې خونې جوړ کړي دي او ترڅنګ یې د مېوو او سبو وچوونکي لمریز دستګاوې هم وېشلي دي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په درېیو. . .

بازگشت