زابل، غور، جوزجان او پنجشیر کې هم د «کرنیزو محصولاتو مدیریت» د پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۴ - ۱۲:۲
زابل، غور، جوزجان او پنجشیر کې هم د «کرنیزو محصولاتو مدیریت» د پروژې چارې پیل شوې

۲۴ غویی ۱۳۹۹

د کرونا په پېر کې د «کرنیزو محصولاتو مدیریت» د پروژې چارې د یوشمېر نورو ولایتونو ترڅنګ پرون په زابل، غور او جوزجان ولایتونو کې هم پیل شوې. ټاکل شوې، چې ددې برنامې په اډانه کې په یادو درېوو ولایتونو کې ۳۶۰ ممیزخونې، د سره ممیزو دتولید ۵۰واحدونه، د پیازو ۲۰۰زېرمتونونه، د کچالو ۳۵۰ زېرمتونونه او صفر انرژۍ سړې خونې جوړ او ترڅنګ یې پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو وچوونکي آلې هم ووېشل شي.

په زابل ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې، په دې ولایت کې د ممیزخونو د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پیل شو.

ددغو پروژو د عملي چارې د پیل په غونډه کې، د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو، بزګران او بڼوال شتون درلود.

د زابل ولایت بڼوال او بزګران په دې باور دي، چې د یادو پروژو پلي کېدل د دوی د کاروبار د پراختیا او د اقتصادي ودې لامل کیږي.

د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یادو بنسټونو جوړول د بزګرانو او بڼوالو د قتصادي ودې لامل کیږي او د کرنیزو تولیداتو عمر زیاتوي.

د زابل د کرنې ریاست زیاتوي په دغو جوړېدونکو بنسټونو کې د ۱۵۰ بابه ممیزخونو جوړول شامل دي.

زابل هغه ولایت دی، چې په لویه کچه انګور تولیدوي او په دې ولایت کې د ممیزخونو په جوړولو سره به د یادو محصولاتو زیاته برخه له خوساکېدو او ضایع کېدو څځه وژغورل شي او د انګورو بڼوالو اقتصاد به ورسره وغوړیږي.

غور:

د غور په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د عملي کېدو چارې ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.

د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یادو بنسټونو جوړول د بزګرانو او بڼوالو د قتصادي ودې لامل کیږي او د کرنیزو تولیداتو عمر زیاتوي.

د غور د کرنې ریاست زیاتوي په دغو جوړېدونکو بنسټونو کې د مڼې ۱۰ سړې خونې، د کچالو ۳۰۰ زېرمتونونه او د پیازو ۵۰ زېرمتونونه شامل دي.

په غور کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې په اډانه کې د یادو سړوخونو ترڅنګ پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۳۰ وچوونکي الې هم وېشل کیږي.

جوزجان:

د جوزجان په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې د پروژو چارې د ۴۶۲ نویو پروژو د هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره پیل شو.

دغه پروژې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې تر چتر لاندې د کرنې وزارت له خوا پلي کیږي.

په دغو پروژو کې ۲۰۰ ممیزخونې، د پیازو ۱۵۰ زېرمتونونه، د کچالو ۵۰ زېرمتونونه، د سره ممیزو د تولید ۵۰ واحدونه، دوه صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو وچوونکي آلې وېشل شامل دي، چې تر راتلونکو دوومیاشتو پورې بشپړیږي.

د جوزجان ولایت اوسیدونکي د یادو پروژو په پلي کېدو خوښ دي او هیله لري، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره د دوی کرنیز محصولات خوندي او اقتصادي ودې ته یې زمینه برابره شي.

پنجشیر:

د پنجشیر په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې، ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې په یاد ولایت کې د مڼې د سړې خونې د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پیل شو.

د پنجشیر د کرنې رییس محمد روف یعقوبې وایي، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په ټولیزه توګه په پنجشیر کې ۹۰ پروژې پلي کیږي، چې په کې دکچالو ۵۰ زېرمتونونه، د پیازو ۱۰ زېرمتونونه او د مڼو ۱۰ سړې خونې جوړول شامل دي او ترڅنګ یې پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۱۰ وچوونکي الې هم وېشل کیږي.

د کرنیزو محصولاتو مدیریت په پیل غونډه کې د پنجشیر د والي مرستیال محمد امین صدیقي د یادو پروژو پراهمیت خبرې وکړې او وویل، چې په داسې حساس وخت کې د دولت او په ځانګړې توګه د کرنې وزارت یاد اقدام مهم ګام دی. هغه د کرنې وزارت یاد اقدامات وستایل او دغه اقدامات یې د هېواد په کچه د قتصادي ودې لامل یاد کړ.

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې د کابل له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه پیل شو. تر هغه وروسته ددې برنامې چارې په هرات، دایکندي، کندهار، پکتیا، بامیان، لوګر، لغمان، ننګرهار، میدان وردګ، فراه، زابل، غور، جوزجان او پنجشیر کې پیل شوې.

د کرنیزو محصولاتو مدیریت دپروژې برنامه چې په ټول هېواد کې پلی کیږي، د بڼوالو او بزګرانو ملکیت دی. کوم بڼوال او بزګر چې غواړي، یاد بنسټونه ورته جوړ شي یوازې د جوړولو ۱۰ سلنه لګښت یې ورکوي، ځکه ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت ورکوي.

د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې وېشل کیږي او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو د سترو پروسس کوونکو ملاتړ هم کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۳۰
Background image

د خوست دکرنې رییس د اړیکو دفتر ولایتي مسوول سره وکتل

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیرمحمد ذبیح په دې ولایت کې د اړیکو دفتر«ټي‌ال‌او» ولایتي مسوول محمد علي ځدراڼ سره په ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د کندز دکرنې رییس د افغانستان د ټولنیزپیاوړتیا مؤسسې مسوول سره وکتل

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد دخپل کار په دفتر کې د افغانستان د ټولنیز پیاوړتیا مؤسسې د کندز ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۱
Background image

در ارزگان برای ۲۵۰ دهقان سیستم عصری آبیاری قطره‌ای فعال شد تا در صرفه‌جویی آب و افزایش حاصلات باغ‌ها کمک کند

۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
در مرکز ترینکوت و ولسوالی خاص ارزگان ولایت ارزگان، به منظور عصری‌سازی زراعت و صرفه‌جویی در مصرف آب، سیستم عصری آبیاری قطره‌ای در باغ‌های ۲۵۰. . .

بازگشت