فاریاب کې د ۶۹کرنيزو پروژو چارې بشپړې شوې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۶:۵۱
فاریاب کې د ۶۹کرنيزو پروژو چارې بشپړې شوې

۲۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، سږکال په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت دطرحې په اډانه کې۴۶۰ بېلابېلي پروژې پلي کیږي چې، له دې ډلې د ۶۹پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
د فاریاب د کرنې رییس عبدالکریم فرزام وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې اړوند ۶۹ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي، ۳۴ پروژې یې ګټې اخیستنې ته چمتو دي او د پاتې ۳۵۷ پروژو رغنيزې چارې هم څه باندې ۹۰سلنه بشپړشوې دي، چې ډېرژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
ښاغلی فرزام وویل، چې په یادو پروژو کې ۳۰۰ ممیزخونې، د کچالو ۱۵۰ زېرمتونونه او لس د مېوو صفر درجې سړې خونې شامل دي، چې د فاریاب د مرکز میمنې ترڅنګ ددې ولایت د اندخوی، قُرغان، دولت آباد، شیرین تګاب، خواجه سبزپوش، بلچراغ، ګرزیوان، پشتون کوټ او قیصار په ولسوالیو کې پلي شوي دي.
ددغو پروژو ټوليز لګښت ۱۹۹ميليونه او ۲۲۴زره افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه يې دکرنې وزارت او لس سلنه نور يې برخمن شوي بزګران او بڼوال ورکوي.
يادې پروژې د کرنیزو محصولاتومدیریت، د بڼوالو او بزګرانو دمحصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

بازگشت