کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې پیل: د ۹۴۸ پروژو چارې پیل شوې
![کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې پیل: د ۹۴۸ پروژو چارې پیل شوې](/sites/default/files/2020-07/%D9%85%D8%AF%DB%8C%D8%B1%DB%8C%D8%AA%20%D9%85%D8%AD%D8%B5%D9%88%D9%84%D8%A7%D8%AA%20%D8%B2%D8%B1%D8%A7%D8%B9%D8%AA%DB%8C%20%D8%AF%D8%B1%20%D9%82%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1%20%282%29.jpg)
۱۹ چنګاښ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري کندهار ولایت ته په سفر کې، ددې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې پیل کړ. ټاکل شوې، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په اډانه کې ۹۴۸ پروژې پلي شي، چې په کې ۹۰۰ ممیزخونې او د انارو د ساتنې ۴۸ سړې خونې جوړول شامل دي، چې ټولیز لګښت یې ۵۲۰ میلیونه افغانۍ ده.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې، د ولایت دمقام مرستیال عبدالحنان منیب او یوشمېر نور سیمه ییز چارواکي شتون درلود.
ټاکل شوې، چې په کندهار کې د ۳۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۹۰۰ ممیزخونې، چې هر یو یې ۱۶ مټریک ټنه وړتیا ولري جوړ شي.