د بلخ په ولایت کې د پیازو ۳۰۰ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۴:۵۵
آغاز بهره‌برداری از ۳۰۰ ذخیره‌گاه پیاز در ولایت بلخ ۳ جدی ۱۳۹۹ داکتر انوارالحق احدی، ‌وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در ادامه‌ی سفرش به ولایت بلخ، ۳۰۰ ذخیره‌گاه پیاز ساخته شده توسط پروژه‌ی مدیریت محصولات زراعتی را با افتتاح چند ذخیره‌گاه پیاز در ولسوالی دهدادی به بهره‌برداری سپرد. این ذخیره‌گاه‌های پیاز در ۱۱ ولسوالی ولایت بلخ، با هزینه‌ی مجموعی ۱۴۷ میلیون و ۷۰۱ هزار و ۴۰۰ افغانی ساخته شده است. معاون والی، رییس شورای ولایتی و شماری دیگر از مسوولان محلی ولایت بلخ و دهقانان، در این مراسم آقای احدی را همراهی می‌

۳مرغومې ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، بلخ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د کرنیزو محصولاتو پروژې له خوا جوړ شوي د پیازو ۳۰۰ زېرمتونونه د هدادي په ولسوالۍ کې د پیازو د څو زېرمتونونو په پرانستې سره ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د پیازو یاد زېرمتونونه د بلخ ولایت په ۱۱ ولسوالیوکې، د ۱۴۷ میلیونه او ۷۰۱ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
د بلخ مرستیال والي، د ولایتي شورا رییس او د بلخ ولایت یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو او بزګرانو په دې غونډه کې د ښاغلي احدي ملتیا کوله.
په دې غونډه کې د بلخ مالي او اداري مرستیال غلام فاروق خپلواک، د بڼوالۍ او کب روزنې په برخه کې پر پانګونه او د اوبولګولو د پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ او د بلخ په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې د دوام غوښتونکی شو.
د بلخ د ولایتي شورا مشر، محمدافضل حدید هم په دې ولایت کې د کرنیزو پروژو له پلي کېدو څخه دملاتړ د اعلان ترڅنګ، د بلخ ولایت بزګرانو لپاره داصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د ډېرېدو غوښتونکی شوه او وویل، چې په دې ولایت کې ډېر بزګران فعالیت لري او باید په دې ولایت کې کرنه میکانیزه شي او د پور ورکونې کچه زیاته شي. هغه دغه رازغوښتنه وکړه، چې راتلونکی کال مالدارۍ ته باید ډېره پاملرنه ووشي او ترڅنګ د آمو سیند له اوبو څخه د بلخ د کرنې په موخه ګټه پورته شي.
په همدې حال کې د کرنې وزیر انوارالحق احدي وویل، چې د کرنې وزارت نه یوازې د بلخ په ولایت کې بلکه، د هېواد په کچه سږکال د ۶.۸ میلیارډه افغانیو په لګښت، د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه پیل کړه، چې په کې زرګونه ودانۍ(ممیزخونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه، د مڼو او انارو صفردرجې سړې خونې او د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه» په کې شامل دي.
د کرنې وزیر وویل، چې په بلخ کې سږکال د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند ۶۰۳ پروژې پلي شوي دي.
باید وویل شي، چې د بلخ ولایت لپاره د کرنې وزارت سږني ټولیزه بودیجه ۶۸۳ میلیونه افغانۍ ده. ښاغلی احدي وویل، ددې ترڅنګ چې په راتلونکی کال کې د بلخ په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه غځیږي، د اوبولګولو، مالدارۍ برخو او د لبنیاتو سکټور کې ځان بسیاینه او پر بڼوالۍ د پراختیا په پار د بېلابېلو پروژو له لارې پاملرنه کیږي، ترڅو د پانګونې کچه زیاته او د کړنو اغېزمنتوب زیات شي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت