ممیزخونې

د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت:

asd

د څلور زره او ۳۳۲ ممیزخونو جوړول
د افغانستان د بڼوالي د تر ټولو عمده محصول د خوساکېدو د مخنیوي په پار د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې» په اډانه کې د یو میلیارډ او ۷۳۲ میلیون او ۸۳۷ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت څلور زره او ۳۳۲ نوي ممیزخونې جوړیږي. دغه ممیزخونې په هغو ولایتونو کې جوړیږي، چې ډېر انګور تولیدوي.
هره ممیزخونه ۱۶ مټریک ټنه انګور په ممیزو بدلوي، په دې ترتیب سره په داسې حال کې، چې سږکال ددې شونتیا شته چې صادرات ممنوع پاتې شي، خو ددغو ممیزخونو په جوړولو سره د ۶۹ زره او ۳۱۲ انګورو د خوساکېدو مخه نیول کیږي، چې په تېرو کلونو کې صادرېدل.
ددغو ممیزخونو د جوړولو په لړ کې ۲۱ زره او ۶۶۰ کسانو ته لنډمهالې دندې هم برابریږي.
د دغو ممیزخونو تر جوړېدو وروسته په هره ممیزخونه کې دوه کسانو او په ټوله کې اته زره او ۶۶۴ کسانو ته تلپاتې دندې برابریږي.
انګور په ممیزو بدلول نه یوازې دا چې د اضافي انګورو د خوساکېدو مخه نیسي، ددې ترڅنګ ددې محصول د ارزښت لوړولو لامل هم کیږي، ځکه د ممیزو بیه له انګور لوړ او د ممیز عمر له انګورو څو برابره زیات دي.

لینکونه: