هرات کې د نویو ممیزخونو د رغولو چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړ شوي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۱۶:۵
هرات کې د نویو ممیزخونو د رغولو چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړ شوي
۲۰ زمری ۱۳۹۹
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د څه باندې زرو ممیزخونو د رغولو چارې پیل شوې وې، نږدې ۶۰ سله بشپړ شوي دي.
د هرات ولایت د کرنې رییس عبدالصبور رحماني وایي، که چېرې ددغو ممیزخونو د رغولو لګښتونه پر خپل وخت تر لاسه راشي، تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې به د یادو ممیزخونود جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. ښاغلی رحماني زیاته کړه: «په هرات کې یو زر او ۲۷ ممیزخونې جوړیږي، چې د رغولو چارې یې نږدې ۶۰ سلنه بشپړ شوي دي. ددغو ممیزخونو له ډلې د یوشمېر هغو د روغولو چارې بشپړ شوي او د یوشمېر نورو هغو د روغلو چارې ۱۰ تر ۱۵ سلنه بشپړ شوي دي.»
د هرات دکرنې رییس دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د پیازو د زېرمتونونو د رغولو چارې ۴۵ سلنه او د کچالو د زېرمتونونو درغولو چارې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي.
عبدالصبور وویل، چې د یادو نویو کرنیزو پروژو د رغولو د بشپړېدو وخت د دولت له خوا د مالي لګښتونو په تامین پورې اړه لري، که دولت وکولای شي، چې په لنډه موده کې د یادو پروژو لګښتونه د دوی په واک کې ورکړي، تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې د یادو ټولو پروژو د رغولو چارې بشپړیږي.
د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزارت د روان کال په پسرلي کې د کرونا ویرسو په پیېر کې، په هرات کې د یوزر او ۲۷ ممیزخونو، د کچالواو پیازو د ۴۲۰ زېرمتونونو د روغولو چارې پیل کړې. په هرات ولایت کې د یادو پروژو د پلي کېدو په پار ۵۷۱ میلیونه او ۳۹۵ زره او ۴۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي دي. ددغو پروژو د پلي کېدو لس سلنه ونډه د یادو پروژو برخمن شوي کسان ورکوي.
په ټول هېواد کې د یادو پروژو د پلي کېدو موخه، د کرونا ویروس له امله د صادراتو او وارداتو د ممنوعیت په پار د کرنیزو محصولاتو له خوڅا کېدو څخه مخنیوي او دغه راز په هېواد کې د کاري فرصتونو برابرول دي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۸:۵۷
Background image

هېواد کې د بيرې ځنګلونو د ترويج او پراختيا په پار هڅې

۴تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د چاپېریال ساتنې، د اقليم بدلون دمخنيوي، خاورې ساتنه، د سېلابونو مخنيوي، شاتو مچيو روزونکو ته اسانتيا برابرول، د وړو څارويو. . .
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۲۲:۵۶
Background image

د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزير د امريکا پراختيايي ادارې او د کرنې وزارت له استازو سره د کرنيزو محصولاتو دمعياري کولو په هکله خبرې وکړې


۳ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر انوارالحق احدي نن د ويډيو کنفرانس له لارې، د امريکا متحده ايالاتو پراختيايي ادارې (USAID)، د امريکا دکرنې. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۲۲:۳۸
Background image

د کرنې وزارت سرپرست د « FAO» له مشر سره وکتل


۳ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټرانوارالحق احدي، د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FA0)له مشر راجندرا. . .

بازگشت