هرات کې د نویو ممیزخونو د رغولو چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړ شوي

content_admin
Mon, Aug 10 2020 4:05 PM
هرات کې د نویو ممیزخونو د رغولو چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړ شوي
۲۰ زمری ۱۳۹۹
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د څه باندې زرو ممیزخونو د رغولو چارې پیل شوې وې، نږدې ۶۰ سله بشپړ شوي دي.
د هرات ولایت د کرنې رییس عبدالصبور رحماني وایي، که چېرې ددغو ممیزخونو د رغولو لګښتونه پر خپل وخت تر لاسه راشي، تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې به د یادو ممیزخونود جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. ښاغلی رحماني زیاته کړه: «په هرات کې یو زر او ۲۷ ممیزخونې جوړیږي، چې د رغولو چارې یې نږدې ۶۰ سلنه بشپړ شوي دي. ددغو ممیزخونو له ډلې د یوشمېر هغو د روغولو چارې بشپړ شوي او د یوشمېر نورو هغو د روغلو چارې ۱۰ تر ۱۵ سلنه بشپړ شوي دي.»
د هرات دکرنې رییس دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د پیازو د زېرمتونونو د رغولو چارې ۴۵ سلنه او د کچالو د زېرمتونونو درغولو چارې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي.
عبدالصبور وویل، چې د یادو نویو کرنیزو پروژو د رغولو د بشپړېدو وخت د دولت له خوا د مالي لګښتونو په تامین پورې اړه لري، که دولت وکولای شي، چې په لنډه موده کې د یادو پروژو لګښتونه د دوی په واک کې ورکړي، تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې د یادو ټولو پروژو د رغولو چارې بشپړیږي.
د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزارت د روان کال په پسرلي کې د کرونا ویرسو په پیېر کې، په هرات کې د یوزر او ۲۷ ممیزخونو، د کچالواو پیازو د ۴۲۰ زېرمتونونو د روغولو چارې پیل کړې. په هرات ولایت کې د یادو پروژو د پلي کېدو په پار ۵۷۱ میلیونه او ۳۹۵ زره او ۴۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي دي. ددغو پروژو د پلي کېدو لس سلنه ونډه د یادو پروژو برخمن شوي کسان ورکوي.
په ټول هېواد کې د یادو پروژو د پلي کېدو موخه، د کرونا ویروس له امله د صادراتو او وارداتو د ممنوعیت په پار د کرنیزو محصولاتو له خوڅا کېدو څخه مخنیوي او دغه راز په هېواد کې د کاري فرصتونو برابرول دي.

 

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS