کابل کې د ۱۷۹ ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۹:۲۲
۱۷۹ کشمش‌خانه در کابل به بهره‌برداری سپرده شد

۱۴ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کابل کې د ۱۷۹ ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، چې ددغو ممیزخونو د پرانیستې په موخه د کابل ده سبز ولسوالۍ ته تللی وو، پرانیست غونډې ته په وینا کې وویل: «په کابل کې د ۱۷۹ ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړ شوي، چې له دې ډلې ۲۷ یې د ده سبز ولسوالۍ اړوند دي، ددغو ممیزخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۰۵ میلیونه افغانیو ته رسیږي، چې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې رغول شوي دي.»
د ښاغلي غفوري په خبره ددغو ممیزخونو د هر یوه وړتیا اته مټریک ټنه ده، چې په ټولیزه توګه زرګونه ټنه انګور په ممیزو بدلوي.
ښاغلی غفوري وویل: «په ټولیزه توګه د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې ۱۱ زره پروژې لرو، چې د ډېرو هغو چارې بشپړ شوي او د یوشمېر هغو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي، دغه پروژې د کرنیزو او بڼوالۍ توکو د خوندي کولو او د یادو توکو د خوساکېدو د مخنیوي په پار جوړیږي، ترڅو بزګران او بڼوال لا ډېر عواید تر لاسه کړي، دغه راز ددغو پروژو د کار په پیل سره زموږ زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده، له خلکو او هغو شرکتونو چې ددغو پروژو د پلي کېدو مسوولیت ور په غاړه وه هم مننه کوم، ځکه چې په ټاکلي موده کې یې ددغو پروژې چارې بشپړ کړي دي.»
د کرنې وزارت مرستیال ددغو ممیزخونو له برخمن شویو کسانو وغوښت چې، د یادو ممیزخونو څخه د استفادې او د ممیزو د ساتنې په برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي، او له نورو انګورو بڼوالو سره دې هم همکاري وکړي ترڅو له دغو ممیزخونو ګټه پورته کړي.
دغه راز د ده سبز ولسوال میر ذبیح الله منیب، د یادو ممیزخونو له پرانیستې څخه د هرکلي ترڅنګ وویل: «د کرنې وزارت له همکاریو او مرستو مننه او قدرداني کوم، ده سبز د کرنې او بڼوالۍ لپاره مناسب اقلیم لري، دغه پروژې کولای شي، چې د ده سبز ولسوالۍ د ډېرو اوسیدونکو یوشمېر ستونزې هوارې کړي.
د سیمې یو تن اوسیدونکی سمیع الله دانشیار هم وویل: «د ده سبز ولسوالۍ د هر ډول پروژې پلي کولو ته مساعد دی، ښه امنیت لرو، بې وزله خلک یو، ستاسو د ډېرو همکاریو په تمه یو چې موږ ته لا ډېر کارونه وکړئ، دغه پروژې کولای شي، چې زرګونه ټنه انګور په میمزو بدل کړي. د ده سبز خلک تر ډېره د انګورو بڼونه لري، که دې ورته پروژې پلي شوي زموږ خلک نه زیانمنیږي، زموږ غوښتنه هم همدا ده.»
دغه راز د سیمې د شورا ملک میر روح الله هم خبرې وکړې: «ددغو پروژو پلي کېدل مثبت ګام دی، په نیک فال یې نیسو، ده سبز نږدې لس میلیونه د انګور تاکونه لري، زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې لي، اړتیا ده، چې ورته لا ډېره پاملرنه ووشي، خلک د حکومت همکار دي او د لاډېرو پاملرنو غوښتونکي دي، پلي شوي پروژې ددې ولسوالۍ د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون لامل کیږي.»
د کرنیزو محصولاتو مدیریت په طرحه کې ۱۱ زره پروژې شامل دي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونوکې پلي کيږي. ددغو پروژو د ډېرو هغو چارې بشپړ شوې او یوشمېر یې د بشپړېدو په درشل کې دي. ددغو پروژو په بشپړېدو سره زرګونه ټنه کرنیز محصولات خوندي کیږي او د خوساکېدو له کواښه ژغورل کیږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۱
Background image

نورګرام ولسوالی ته د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سفر

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، نورګرام ولسوالی ته رسمي سفر وکړ.

د دغه سفر په ترڅ کې نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۵۶
Background image

دهلمند په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د څېړنو عمومي مدیریت تر چتر لاندې، په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

بازگشت