هرات کې د ممیزو د تولید کچه ۱۵ زره ټنو ته رسیږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۷:۱۰
هرات کې د ممیزو د تولید کچه ۱۵ زره ټنو ته رسیږي

۲۷ لړم ۱۳۹۹
د هرات ولایت د ممیزو د سږني تولیداتو کچه به نږدې ۱۵ زره ټنو ته ورسیږي. نږدې ۱۳ زره مټریک ټنه شنه ممیز او دوه زره مټریک ټنه «آب جوش» ممیز به تولید شي.
سږکال له اته زره او ۷۰۰ هکټاره تاکونو، څخه ۱۴۰ زره مټریک ټنه انګور لاس ته راغلی دی، چې د تېرکال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالي ښیي.
هرات د انګور او ممیزو له لویو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی. د انګورو ډېری بڼونه ددې ولایت په انجیل، ګذره، اوبه، پشتون زرغون، زنده جان او کرخ ولسوالیو کې دي.
دمګړۍ د هرات په بازار کې د یوه کیلو ممیزو بیه ۱۵ افغانۍ ده.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هرات ولایت د انګورو بڼوالو د محصولاتو د خوساکېدو د مخنیوي او ساتنې او د بڼوالو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په پار سږکال د هرات په ولایت کې یوزر او څلور ممیزخونې جوړ کړي دي. دغه ممیزخونې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې جوړ شوي دي. ددغو ممیزخونو په جوړولو سره د هرات په ولایت کې د ټولو ممیزخونو شمېر یوزر او ۴۰۰ ته رسیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

کندهار بولدک کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د سپین بولدک ولسوالی لوی کاریز په سیمه کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یو چکډېم جوړ او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۲۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال له اوکرایني او ازبیک پانګوالو سره وکتل

۲۱ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولو صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د اوکراین او ازبیکستان له یو شمېر پانګوالو سره وکتل.
په دې کتنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۲۴
Background image

د کندهار ډنډ کې یوشمېر مالداران وروزل شول

۲۱ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د ډنډ ولسوالی ۲۰ مالدارانو ته د. . .

بازگشت