د مرکزي زون په اوو ولایتونو کې د یوزر او ۹۷۱ کرنیزو پروژو چارې روانې دي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۵:۳
د مرکزي زون په اوو ولایتونو کې د یوزر او ۹۷۱ کرنیزو پروژو چارې روانې دي بزګر اوونیزه/ عبدالواسع خان‌زاده د هېواد د مرکزي زون په اوو ولایتونو «کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، میدان وردګ، بامیان او دایکندي» کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د یوزر او۹۷۱ نویو کرنیزو پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر دې دمه یې رغنیزې چارې نږدې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي. په دغو پروژو کې د پیازو او کچالو یوزر او ۱۸۴ زېرمتونونه، د تازه مېوو (انار او مڼې) لپاره ۱۹۵ سارک سړې خونې او ۴۳۱ ممیزخونې جوړول او ترڅنګ یې پر یوشمېر
 
بزګر اوونیزه/ عبدالواسع خان‌زاده
د هېواد د مرکزي زون په اوو ولایتونو «کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، میدان وردګ، بامیان او دایکندي» کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د یوزر او۹۷۱ نویو کرنیزو پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر دې دمه یې رغنیزې چارې نږدې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي. په دغو پروژو کې د پیازو او کچالو یوزر او ۱۸۴ زېرمتونونه، د تازه مېوو (انار او مڼې) لپاره ۱۹۵ سارک سړې خونې او ۴۳۱ ممیزخونې جوړول او ترڅنګ یې پر یوشمېر بزګرانو د سبو او مېوو د پروسس ۱۶۱ لمریز دستګاوې وېشل شامل دي.
د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عمرجان منګل وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د ۴۳۵پروژو چارې پیل شوې وې، تر دې دمه ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. ښاغلی منګل وویل، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کابل ولایت بزګرانو او بڼوالو لپاره ۱۷۷ ممیزخونې، د پیاز او کچالو لپاره ۹۹ زېرمتونونه د مڼو لپاره ۶۳ صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۹۶ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي، چې په پلي کېدو سره یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.د کابل دکرنې رییس وویل، چې ددغو پروژو له ډلې د پیازو د ۹۷ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي او د پاتې پروژو رغنیزې چارې به هم ډېر ژر بشپړ شي.
په ورته وخت کې؛ د کابل ولایت ګاونډ د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې ۴۳۱ پروژې په لاره اچول شوي دي، چې رغنیزې چارې یې څه باندې ۳۵ سلنه بشپړ شوي دي.
د پروان د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد وویل، چې دغه پروژې د پروان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پلي کیږي.
ښاغلی خیرزاد وویل: «پروان کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په ټولیزه توګه ۴۳۱پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې ۱۵۴یې ممیزخونې، د کچالو ۳۵ زېرمتونونه، د پیازو ۲۰۰ زېرمتونونه او د مڼو لپاره ۱۲ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې څه باندې ۳۵ سلنه بشپړ شوي دي.» د پروان د کرنې رییس وویل، چې ددغو پروژو پاتې چارې به تر یوې میاشتې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. هغه دغه راز وویل، چې په دغو پروژو کې د سبو او مېوو ۳۰ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل هم شامل دي.
دغه راز د کاپیسا په ولایت کې هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د ۱۷۶ نویو کرنیزو پروژو چارې پیل شوې وې، رغنیزې چارې یې نږدې ۵۰سلنه بشپړ شوي دي، چې پاتې چارې به یې تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د کاپیسا دکرنې رییس همایون حبیب وایي، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په دې ولایت کې ۱۰۰ عصري ممیزخونې، د پیازو او کچالو ۶۰ زېرمتونونه او د مېوو لپاره پنځه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړیږي او ترڅنګ یې پر یوشمېر بزګرانو د سبو او مېوو ۱۱ لمریز وچوونکي دستګاوې هم وېشل کیږي.
په همدې حال کې د کاپیسا ولایت هغه بزګران، چې دکرنې وزارت له خوا ورته سړې خونې او زېرمتونونه جوړیږي، د کرنې وزارت له خوا ددغو سړوخونو او زېرمتونونو د جوړېدو هرکلۍ کوي او هیله مند دي، چې ددغو پروژو په جوړېدو سره کروندګر د مناسبو سړوخونو او زېرمتونونو خاوندان شي او د دوی د حاصلاتو د خوڅاکېدو او مالي زیانونو مخه ونیول شي.
د یادو ولایتونو ترڅنګ دپنجشېر په ولایت کې هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۷۶پروژو چارې روانې دي.
د پنجشېر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدروف یعقوبي وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې ۷۶ کرنیزې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې د مڼو لپاره اووه صفر انرژۍ سارک سړې خونې، د کچالو ۵۰ او د پیازو نهه زېرمتونونه جوړول او د سبو او مېوو لس وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شامل دي. ښاغلی یعقوبي وویل، چې د یادو پروژو رغنیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې ماهر اوغیر ماهرو کسانوته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
د مرکزي زون د ولایتونو په ډله کې میدان وردګ هم هغه ولایت دی، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په کې د ۲۲۱ پروژو چارې روانې دي. د میدان ودرګو ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس ولید احمدتسل وویل، چې په دغو پروژو کې د کچالو ۱۵۰ زېرمتونونه او د مڼو لپاره ۷۱ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې ۳۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي، چې ورسره به ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو د کچالو او مڼو حاصلات خوندي شي.
په همدې حال کې د بامیانو په ولایت کې هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروې له لارې د ۳۶۱ پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د بامیانو د کرنې رییس عبدالوهاب محمدي وایي، چې په دغو پروژو کې د مڼو لس صفر انرژۍ سارک سړې خونې، د کچالو ۲۹۴ او د پیازو ۳۷ زېرمتونونه جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې تر ۸۰ سلنه بشپړ شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو سړوخونو او زېرمتونونو ترڅنګ په دې ولایت کې پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۲۰ لمریز وچوونکي دستګاوې هم وېشل کیږي.
د یادو ولایتونو ترڅنګ په دایکندي ولایت کې هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۲۷۱ نویو کرنیزو پروژو چارې روانې دي. د دایکندي دکرنې رییس عبدالواحد فیروزي وایي، چې په دې ولایت کې د ۲۷۱ کرنیزو پروژو چارې روانې دي، چې په کې د پیازو او کچالو ۲۵۰ زېرمتونونه او د مڼو لپاره ۲۱ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړول شامل دي. ښاغلی فیروزي وویل، چې ددغو پروژو رغنیزې چارې ۵۵ سلنه بشپړ شوي دي او تر یوې میاشتې پورې به یې پاتې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه په ټول هېواد کې بڼوالو او بزګرانو ته نږدې ۱۲ زره ودانۍ جوړوي او دغه راز د سبو او مېوو د چوونکو دستګاوو په وېش سره سلګونو مېرمنو ته د کار زمینه برابروي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۸:۱۸
Background image

هیئت عالی‌رتبه وزارت زراعت به منظور گسترش همکاری‌های زراعتی و علمی، در سفر رسمی عازم جمهوری مالدووا شد

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
هیئت عالی‌رتبه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان به ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، به دعوت رسمی وزارت زراعت و صنایع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

دستاوردهای یک‌ساله وزارت زراعت در برنامه «حکومت در آیینه مطبوعات» بازتاب یافت

۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
در چارچوب برنامه «حکومت در آیینه مطبوعات» که به مناسبت هفته اقتصاد و خودکفایی در مرکز رسانه‌های حکومت برگزار شد، دستاوردهای یک‌ساله وزارت زراعت، آبیاری و مالداری توسط. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

توزیع معاش ماهانه برای بیش از یک‌هزار کارگر پروژه‌های زراعتی و تاب‌آوری غذایی در پنجشیر

۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر خبر داده است که در هماهنگی با این ریاست و با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، معاش یک‌ماهه بیش از یک‌هزار تن از کارگران. . .

بازگشت به خبرها