کونړ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛ د ۱۱۰ کرنیزو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې

user-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۹ - ۸:۵۷
کونړ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛ د ۱۱۰ کرنیزو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې

کونړ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛
د ۱۱۰ کرنیزو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې
۲۹ غویی ۱۳۹۹
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې چارې نن په کونړ ولایت کې هم پیل شو.
ددې برنامې پر اساس په کونړ ولایت کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت  ۱۱۰ پروژې، چې په کې د پیازو او کچالو زېرمتونونه جوړول او د سبو او مېوو لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي پلي کیږي.
په کونړ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې د پروژو د بنسټ ډبره ددې ولایت والي، د ولایتي شورا مشر، سیمه ییزو چارواکو او یوشمېر بزګرانو په شتون کې کېښود ل شوه.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د کونړ د کرنې رییس انجنیر نجیب الله عادل  وویل، چې د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخنیوی دی. هغه وویل، چې په دې ولایت کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د برنامې په اډانه کې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې ۱۱۰ پروژې پلي کيږي.
عادل زیاته کړه، چې په دغو پروژو کې  د کچالو ۴۰ زېرمتونونه او د پیازو ۴۰ زېرمتونونه  جوړول او دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۳۰وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شامل دي.
په همدې حال کې د کونړ والي عبدالستار مرزکوال د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل  او زیاته یې کړه، چې په دې ولایت کې پلي کېدونکې پروژې به د دې ولایت د کرنیزو محصولاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه د بڼوالو او بزګرانو اړتیاوو ته په کتو، د دوی لپاره کرنیز بنسټونه جوړوي. بزګران او بڼوال د دغو بنسټونو د جوړولو  یوازې ۱۰ سلنه لګښت ورکوي او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
ددې طرحې په اډانه کې، په بېلابېلو ولایتونو کې بڼوالو او بزګرانو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او د مېوو د ساتنې په پار سلګونه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړیږي. دغه راز ددې برنامې پر اساس، پر بڼوالو او بزګرانو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.
دغه طرحه د روان مالي کال تر پایه په بشپړه توګه عملي کیږي او د پلي کېدو پر وخت او له هغه وروسته زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت