میربچه‌ کوټ کې د «کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې» د ممیزخونو جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۱۶ - ۱۲:۹
سنگ تهداب کشمش‌خانه‌های «طرح مدیریت محصولات زراعتی» در میربچه‌کوت گذاشته شد

۱۶ غویی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کابل کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدو چارې له میربچه‌ کوټ ولسوالۍ څخه پیل کړ. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله او د کابل والي محمدیعقوب حیدري، د یوې غونډې په ترڅ کې «د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه» کې شامل د ممیزخونو جوړولو د بنسټ ډبره د میربچه ‌کوټ په ولسوالۍ کې کېښودل.
ټاکل شوې، چې په ټوله کې په هغو ولایتونو کې چې ډېر کشمشي انګور تولیدوي څلور زره او ۳۳۲ ممیزخونې جوړې شي.
ددغوممیزخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱.۷ میلیارډه افغانۍ ده.
په دې طرحه کې د شاملو ممیزخونو او پروژو چارې د یوې اوونۍ په لړ کې په نورو ولایتونو کې هم پیلیږي.
د کرنې وزارت د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په طرحه کې شامل د څلور زره او ۳۳۲ ممیزخونو جوړولو ترڅنګ د روان مالی کال له پیل څخه د ۶۰۰ نورو ممیزخونو جوړول هم  په خپل پلان کې درلود، چې د یوشمېر یې چارې بشپړ شوي دي او د یوشمېر نورو هغو چارې روانې دي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په طرحه کې د شاملو ممیزخونو د جوړولو چارې د روان مالي کال تر پایه بشپړیږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت