پکتیا کې د نږدې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت د«کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د پروژې چارې پیل شوې

user-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۷ - ۱۵:۳۳
پکتیا کې د نږدې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت د«کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د پروژې چارې پیل شوې


۱۷ غویی ۱۳۹۹
د پکتیا په ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا «د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د طرحې عملي چارې ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې نن د پکتیا مرکز ګردیز اړوند د بالا دې به کلی کې د ۲۵ مټریک ټنه سړې خونې د بنسټ په اېښودو سره رسماً پیل شو.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، چې د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخنیوي دی. هغه وویل، چې په دې ولایت کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د برنامې په اډانه کې د ۵۵۷ میلیونه او ۸۱۷ زره او ۴۸۶ افغانیو  په لګښت ۷۰۰ پروژې پلي کیږي، چې ددې ولایت تولیدي کرنیز محصولات لکه مڼه، پیاز، کچالو، انګور، زردالو او سابه تر پوښښ لاندې نیسي.  
د پکتیا د کرنې رییس وویل، چې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په اډنه کې پکتیا لپاره ۷۰۰ پروژې په پام کې نیول شوي دي، چې په دغو پروژو کې ۱۲۳ ممیزخونې جوړول، د کچالو ۳۰۲ زېرمتونونه جوړول، د پیازو ۱۹۸ زېرمتونونه جوړول، د تازه مېوو د ساتنې په پار د سارک موډل ۷۷ صفر انرژۍ سړې خونې جوړول، چې هر یوه یې ۲۵ مټریک ټنه وړتیا ولري او پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۲۲۳ وچوونکې الې وېشل شامل دي، چې د څلور تر شپږو میاشتو په موده کې به بشپړ شي.
ښاغلي مومند وویل، چې ددې طرحې په پلي کولو سره ددې ولایت لږ تر لږه ۵۰ سلنه هغه کرنیز محصولات چې صادرېدل مدیریت کیږي او ترڅنګ یې د یادو پروژو په پلي کېدو سره به نږدې ۱۰ زره او ۳۳۰ کسانو ته د تلپاتې او لنډ مهالې دندې زمینه هم برابره شي.
دغه راز سلاکار وزیر او د پکتیا والي شمیم خان کټوازی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدا پیل او هېوادوالو ته د کار د زمیني برابرول او پر وخت د معقولو تابیاوو نیول وستایل او وویل، چې د کرونا ویروس خپرېدل ډېر هېوادوال په ځانګړې توګه بزګران د دوی د محصولاتو د خوسا کېدو له وجې اندېښمن کړي و. 
ښاغلي کټوازي د پکتیا په مرکز ګردیز کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د تطبیق د کار په پیل کې وویل: «که وضعیت، محدودیتونه او قرنطین ادامه پیدا کړي، زموږ یوه اندېښنه داده، چې کرنیز تولیدات مو له منځه ځې او خوسا کیږي، خو د یادو سړو خونو په جوړولو سره به تر ډېره د محصولاتو په ضایع کېدو کې کموالۍ راشي.»
د پکتیا والي دغه راز وویل، چې څو ورځې وړاندې ددې ولایت په مرکز ګردېز او احمدابا ولسوالۍ کې د جمهوري ریاست له ملي پراختیا څخه د ملاتړ عملیاتې ادارې لخوا هم د مېوو او سبو د سړو خونو د دوو عصري کمپلېکسونو چارې پیل شوې، چې کرنیزې برخې ته د حکومت او ولایتي ادارې د لازمې پاملرنې او اغېزمنې پانګونې ښکارندويي کوي.
په ورته وخت کې د پکتیا د ولایتي شورا رییس عبدالمالک مجاهد په خپلو خبرو کې د ولسونو په استازيتوب د کرنې وزارت ددې طرحې له جوړېدو او عملي کېدو او په دې برخه کې د ولسمشر له ځانکړې پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ زیاته يې کړه چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو سره مل د هېواد د کورنیو تولیداتو د ساتنې لپاره همدا ډول سړو خونو جوړولو ته اړتیا وه.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم، د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د یوې برنامې پلي کېدل پیل کړ. ددې برنامې پر اساس، تر راتلونکو څلور تر شپږو میاشتو پورې په ټول هېواد کې بڼوالو او بزګرانو لپاره څلور زره او ۳۳۲ ممیزخونې، چې هر یو یې د ۱۶ ټنه انګورو د ساتنې وړتیا ولري، د پیازو ساتلو لپار ۱۴ زره او ۲۱۹ صفر انرژۍ سړې خونې، چې هر یوه یې پنځه مټریک ټنه وړتیا ولري، د کچالو ساتنې لپاره ۴۱۴ صفر انرژۍ سړې خونې، چې هر یوه یې ۱۰ مټریک ټنه وړتیا ولري او د بڼوالۍ محصولاتو د ساتلو په پار ۸۸۴ سارک صفر انرژۍ سړې خونې، چې هر یوه یې ۲۵ ټنه وړتیا ولري جوړیږي.دغه راز ددې برنامې پر اساس پر بزګرانو او بڼوالو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.
ددغو پروژو ۱۰ سلنه لګښت د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۲۹
Background image

د ځمکو چارو رییس د ملا تره خېل په ښارګوټي کې د سروې ټيمونو سره ناسته ترسره کړه

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د ملا تره خېل په ښارګوټي کې په دندو بوخت د سروې ټيمونو سره د هغو د دندو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۲۸
Background image

فراه کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د انار درې ولسوالی پر ۷۰۰ اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۵۹
Background image

میدان وردګو کې پر سلګونه جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرمز میدان ښار ترڅنګ د یاد ولایت د ولسوالیو په سلګونه جریبه. . .

بازگشت