وچوونکي دستګاوې

 د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه پېرل او وېش

دستگاه خشک‌کُن

کله چې د کرونا د خپرېدو په خاطر صادرات نه وي، د مېوې وچول، ددې ترڅنګ چې د خوسا کېدو مخه یې نیسي، ددې محصول د عمر د اوږدوالی لامل هم کیږي.
دې چارې ته په پام سره، د کرنې وزارت په پام کې لري، چې په روان کال کې د سبو او مېوو زر وچوونکي ماشینونه وپېري او پر بڼوالو او بزګرانو یې ووېشي.
ټاکل شوې، چې هر ماشین په ۳۰۰ زره افغانۍ وپېرل شي، چې په ټولیزه توګه ۳۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري.
دغه ماشینونه د شوراګانو او معتبرو مراجعو له لارې بڼوالو ته ورکول کیږي تر څو وکولای شي، چې د بازار او له خپل مصرف څخه اضافي محصولات وچ کړي.