پکتیا کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې په بشپړېدو دي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۹:۱۷
پکتیا کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې په بشپړېدو دي
۲۷ تله ۱۳۹۹
د پکتیا په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۴۱۸ پروژو چارې به په نږدې راتلونکې کېبشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه پروژې د برخمن شویو بزګرانو په لس سلنې او دکرنې وزارت په ۹۰ سلنه ونډې سره د ۲۵۸ میلیونه او ۵۷ زره او ۴۰۴افغانیو په لګښت پلي کیږي.
یادې پروژې دپکتیا د مرکز په ګډون ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې پلي کیږي، چې په کې د مڼو ۵۹ سارک صفر انرژۍ سړې خونې، د کچالو ۱۴۰ او د پیازو ۱۲۱ صفر انرژۍ زېرمتونونه او ۴۰ ممیزخونې جوړول او پر یوشمېر بزګرانو د سبو او مېوو ۵۸ وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شامل دي.
دغه پروژې ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۱
Background image

نورګرام ولسوالی ته د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سفر

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، نورګرام ولسوالی ته رسمي سفر وکړ.

د دغه سفر په ترڅ کې نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۵۶
Background image

دهلمند په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د څېړنو عمومي مدیریت تر چتر لاندې، په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

بازگشت