سارک سړې خونې

د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت: 

sfdsa

د مڼې، انارو او نګورو لپاره سړې خونې جوړول
کرنې وزارت د صادراتي کرنیزو تولیداتو د ښه مدیریت لپاره، د انارو، مڼې او انګورو د اضافي تولیداتو د یوې لویې برخې د ساتنې په پار برنامې جوړې کړي دي.
ددې طرحې پر اساس په هغو ولایتونو کې چې تر ډېره یادې مېوې په کې تولیدیږي ۸۸۴ سړې خونې، چې هر یوه یې ۲۵ ټنه وړتیا لري جوړیږي.
د دغو سړوخونو د هر یوه په جوړولو کې دوه میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ لګول کیږي، چې د مېوو د۸۸۴ سړوخونو د جوړولو ټولیز لګښت  شپږ میلیارډه او ۱۹۰ میلیونه او ۶۸۸ زره افغانۍ کیږي.
ددغو سړوخونو د چارې په بشپړېدو سره د ۲۲ زره او ۱۰۰ ټنه تازه مېوو (مڼه، انار او انګور) د خوساکېدو مخه نیول کیږي. دا شمېر مېوه په تېرو کلونو کې د هېواد د صادراتو یوه برخه ده، چې سږ کال ددې شونتیا شته چې د کورنا د خپرېدو په خاطر د صادراتو په ممنوعیت سره د ننه په هېواد کې خوندي پاتې شي.
ددغو سړوخونو دجوړولو په لړ کې په هره سړه خونه کې لږ تر لږه ۲۰ کسانو ته او په ټوله کې ۱۷ زره او ۶۸۰ کسانو ته لنډمهالې دندې برابریږي.
دغه راز ددغو سړوخونو په جوړېدو سره په هره سړه خونه کې پنځه کسانو او په ټولو سړوخونو کې څلور زره او ۴۲۰ کسانو ته تلپاتې دندې برابریږي.
دغه سړې خونې په هغو ولایتونو کې چې ډېر انګور، مڼه او انار تولیدوي جوړیږي.
ددغو سړوخونو جوړېدل د اضافي محصولاتو د خوسا کېدو د مخنیوي، د بڼوالو اقتصادي ملاتړ او د کورنیو محصولاتو د پراخ ملاتړ لامل کیږي.