صفر انرژۍ سړې خونې

د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت:

dxfc

 

hgf

 

د کچالو او پیازو ساتلو په پار زرګونه سړې خونې جوړول
د کرنې وزارت د صادراتي کرنیزو تولیداتو د ښه مدیریت په پار، د کچالو او پیازو د اضافي تولیداتو د یوې لویې برخې د ساتنې په پار د سړوخونو جوړولو برنامې جوړې کړي دي.
دغه وازرت بزګرانو ته د ۱۴ زره او ۲۱۹ پنځه ټني سړوخونو او ۴۱۴ لس ټني سړوخونو په جوړولو سره د پیازو او کچالو هغه برخه چې نه صادریږي ساتي.
د دغو صفر انرژۍ سړوخونو (پنځه ټني او ۱۰ ټني) په جوړولو کې ۳۵۰ زره افغانۍ او په ټوله کې د ۱۴ زره او ۶۳۳ پنځه او لس ټني سړوخونو په جوړولو کې پنځه میلیارډه او ۱۲۱ میلیون او ۴۱۰ زره افغانۍ لګول کیږي. هغه بزګران چې غواړي یاد سړې خونې ورته جوړ شي، د غوښتنې د ثبت ترڅنګ یوازې د لګښت ۱۰ سلنه هم باید ورکړي.
د دغو سړوخونو د هر یوه د جوړولو په لړ کې ۱۰ کسانو او په ټوله کې د ټولو سړوخونو په جوړولو کې ۱۴۶ زره او ۳۳۰ کسانو ته لنډمهالې دندې برابریږي. دغه راز ددغو سړوخونو د جوړولو تر بشپړېدو وروسته په هره سړه خونه کې درېوو کسانو او په ټولو سړوخونو کې ۴۳ زره او ۸۹۹ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه برابریږي. دغه سړې خونې په هغو ولایتونو کې چې ډېر پیاز او کچالو تولیدوي جوړیږي او ټولټال د ۷۵ زره او ۲۳۵ ټنه پیاز او کچالو د خوساکېدو مخه نیسي.
ددغو سړوخونو جوړول په بازار کې د یادو محصولاتو ثابتې او ښې بیې ساتلو ترڅنګ، د بزګرانو اقتصادي وده او د کورنیو محصولاتو د پراخ ملاتړ لامل کیږي.

لینکونه: