ممیزخونې

دکرنيزو محصولاتو مديريت د پروژې په اډانه کې د مميزخونو رغولو جزييات!

نوي ممیزخونې جوړول
د افغانستان د بڼوالۍ د تر ټولو عمده محصول د خوساکېدو د مخنیوي په پار «د کرنیزو محصولاتو  مدیریت د طرحې» په اډانه کې د ۱.۶ میلیارډه افغانیو په لګښت درې زره او ۹۳۲ نوي ممیزخونې جوړیږي. دغه ممیزخونې په هغو ولایتونو کې جوړیږي، چې ډېر انګور تولیدوي.
هره ممیزخونه ۱۶ مټریک ټنه انګور په ممیزو بدلوي، په دې ترتیب سره، ددغو ممیزخونو په جوړولو سره د نږدې ۷۰ زره مټریک ټنه انګورو د خوساکېدو مخه نیول کیږي.
انګور په ممیزو بدلول نه یوازې دا چې د اضافي انګورو د خوساکېدو مخه نیسي، ددې ترڅنګ ددې محصول د ارزښت لوړولو لامل هم کیږي، ځکه د ممیزو بیه له انګورو لوړ او د ممیز عمر له انګورو څو برابره زیات دي.

انفوګرافیک:

د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه، هرات کې ۱۰۰۵ ممیزخونې جوړول

لینکونه: