خوندور او ښکلی رنګ: د کندهار انار په کابل کې جوس کیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۵:۵
خوندور او ښکلی رنګ: د کندهار انار په کابل کې جوس کیږي


د امید بهار شرکت د هغو ګوټې په شمار کورني شرکتونو څخه دی، چې په ډېره پانګونې سره وطني محصولات پروسسوي. دغه شرکت د فعالیت ۱۱ کلن مخینه لري او بېلابېل لبني توکي او د بڼوالۍ محصولات پروسسوي او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته یې وړاندې کوي.
د یاد شرکت چارواکي وایي، چې د دوی تولیدات ښه خوند او لوړ کیفیت لرونکي دي. په همدې موخه د امیدبهار د محصولاتو پېرېدونکي کورني او بهرني وګړي دي.
په دې هکله د دې شرکت مسوول عبدالرحمان جمعه‌زی د بزګر اوونیزې ته وویل: «زموږ شرکت په ټول کال کې کار کوي، بېلابېل وطني مېوې پروسسوو او جوس ترې جوړوو، په همدې توګه لبني توکي هم پروسسوو، اوس د انارو موسم دی، د کندهار انار پروسسوو او جوس ترې جوړوو.»
د عبدالرحمان په خبره افغاني او بهرني وګړي د دوی تولیداتو ته لېوال دي: «په دې فصل کې د ورځې ۱۲۰ ټنه د کندهار انار پروسسوو، د کندهار انار ښه خوند او لوړ کیفیت لري، په همدې موخه ددې ولایت انار پېرو او جوس ترې جوړوو، د انارو له هر ۱۰ کیلو مېوې څخه د انارو یوه کېلو اوبه په لاس راځي، زموږ د ماشینونو وړتیا په یوه شپه او ورځ کې ۳۶۰ مټریک ټنو ته رسیږي، که خدای کول راتلونکی کال د شرکت فعالیت پراخوو.»
هغه زیاته کړه: «زموږ جوس د  پاکستان، امارات او قرغیزستان هېوادنو ته صادریږي، او هلې ځلې کوو چې د سیمې په هېوادونو کې د خپل خرڅلاو کچه زیاته کړو. په دې برخه کې زموږ ۱۷۰ هېوادوال په دندو بوخت دي، دهغه په خبره، د انارو د جوس هر کارتن چې ۱۲ لوی یو لیټره بوټلې په کې دي په ۷۰۰ افغانۍ خرڅوي، چې د کیفیت له پلوه له بهرنیو جوسونو څخه یې کیفیت لوړ او بیه یې هم ټیټ ده.»
هغه وایي، چې په دې برخه کې له خپلې پانګونې ډېر خوښ دی. د هغه په اند که د بهرني تولیداتو د قاچاقي وارداتو مخه ونیول شي، کورني تولیدي شرکتونه ډېر ژر وده کوي.
ددې شرکت تولیدات د «کوثر قیماق(قیماق کوثر)، نوبهار جوس(جوس نوبهار)، تازه شېدې (شیرتازه)، ملي جوس(جوس ملي) او قوت شېدې(شیرقوت)» په نومونو بازار ته وړاندې کیږي.
د امیدبهار د شرکت یو کارکوونکی توریالی مومند وایي: «۱۱کاله کیږي، چې دلته کار کوم، لومړی مېوه په بڼ کې معاینه کوو او ګورو چې کیفیت یې څنګه دی، که کیفیت یې ښه وي بیا مېوه شرکت ته لېږدو، پروسسوو، خوند، کیفیت او روغتیا یې بررسي کوو.»
مېوه شرکت ته تر لېږد وروسته په معیاري ډول مینځل کیږي، پروسس او بسته بندي کیږي او بازار ته وړاندې کیږي.
ښاغلی مومند وایي: «د افغانستان مېوې نړیوال معیار لري، په همدې موخه زموږ محصولات هم نړیوال معیارونه لري، په ځانګړې توګه انار، چې ځانګړې کیفیت او خوند لري.»
ددې شرکت بل کارکوونکی عبدالقیوم رامين وایي: «اووه کاله کیږي، چې د امیدبهار شرکت د کیفیت په برخه کې کار کوم، دلته تر ټولو مجهز لابراټوار لرو، چې د سیمې په کچه هیڅ یوه شرکت هم داسې لابراټوار نه لري، محصولات دلته لېږدو او په لابراټوار کې له اووه ورځې ساتنې وروسته بیا پرېکړه کوو چې مېوه وپېرو که یې رد کړو، که مېوه په معیار برابر او مناسب و او تایید شو بیایې پېرو او پروسسوو.»
د کابل ښار یو هټۍ وال جماالدین وایي: «کله چې د کورني انارو د جوس تولید پیل شوې ده، خلک د وطن له تولید څخه ډېره ګټه پورته کوي.» هغه چې د کابل د تهیه مسکن په مارکېټ کې خپل هټۍ ته جوس پېري وايي: «د افغانستان هرمحصول ښه کیفیت لري، پنځه میاشتې کیږي، چې انار، شېدې او وطني قیماق پېرم او پر خپلو مشتریانو خرڅوم، د وطن محصول هم ښه کیفیت لري او هم یې بیه ټیټه ده، اوس مهال یو بوتل بهرني جوس څه باندې ۱۰۰ افغانۍ خرڅوو، او د وطن جوس په ۸۰ افغانۍ خرڅوو، په دې وروستیو کې د وطني تولیداتو مشتریان ډېر شوي دي.»
د افغانستان انار نړیوال شهرت لري. ددې مېوې کیفیت او خوند په نړۍ کې ساری نه لري. په همدې موخه د امیدبهار د شرکت چارواکي وایي، په پام کې لري، چې خپل فعالیتونه پراخ کړي، چې په نږدې راتلونکې کې به هېواد په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۴۰
Background image

قرارداد ساحات نباتات طبی هوشی در دایکندی از طریق مزایده واگذار شد

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی پس از سروی تخنیکی ساحات رویش نباتات طبی هوشی در ولسوالی‌های خدیر، پاتو، اشترلی و میرامور، روند واگذاری این ساحات را از طریق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۵
Background image

دمیدان وردګو ولایت په دوو ولسوالیو کې پر یوشمېر مستحقو کورنیو مرستې ووېشل شوې

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت دایمیرداد اوحصه اول بهسود ولسوالیو په کچه د کرنې ریاست تر چتر لاندې، د «کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام» تر عنوان لاندې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۱۳
Background image

دیدار رئیس زراعت سمنگان با مسئولان موسسه افغان اید

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی هدایت‌الله ولید رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان در دفتر کارش با چارلز ریچارد دیوی رئیس عمومی موسسه افغان اید، هیأت همراهش و مسئول ولایتی این موسسه در. . .

بازگشت به خبرها