پروژه بهبود معیشت و تقویت تابآوری در افغانستان برای سه سال دیگر تمدید شد
۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مسوولان موسسه افغان اید میگویند، پروژه «ترویج بهبود معیشت و تقویت تابآوری در جوامع آسیبپذیر افغانستان» که پیش از این برای یک سال در شش ولایت کشور تطبیق شده بود، برای سه سال دیگر نیز تمدید میشود.
مسوولان این موسسه در دیدار با مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری گفتند که این پروژه پس از تطبیق برنامهها در شش ولایت، تا سال ۲۰۲۹ میلادی ادامه خواهد یافت.
به گفته آنان، بودجه جدید این پروژه ۲۴ میلیون پوند بریتانوی است که سالانه هشت میلیون پوند برای تطبیق برنامههای آن اختصاص داده شده و از سوی بریتانیا تمویل میشود.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار بر تطبیق دقیق، شفاف و مؤثر پروژهها تأکید کرده و از موسسات خواست تا برنامههای بنیادی و انکشافی را در بخش زراعت عملی سازند.
زراعت، آبیاری، مالداری و بازاریابی محصولات زراعتی از بخشهای اصلی این پروژه عنوان شده و این برنامه توسط موسسه افغان اید با همکاری چند نهاد همکار تطبیق میشود.
د افغانستان په زیانمنونکو ټولنو کې د معیشت ښهوالي او د مقاومت پیاوړتیا پروژه د درېیو نورو کلونو لپاره وغځول شوه
۲۷ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د افغان اېډ مؤسسې مسؤلین وایي، د «افغانستان په زیانمنونکو ټولنو کې د معیشت ښهوالي او د مقاومت پیاوړتیا» پروژه، چې تر دې وړاندې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د یوه کال لپاره پلې شوې وه، د درېیو نورو کلونو لپاره هم وغځول شوه.
د دغې مؤسسې مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال مولوي صدراعظم عثماني سره په لیدنه کې وویل، چې یاده پروژه به په شپږو ولایتونو کې د خپلو پروګرامونو له پلي کېدو وروسته تر ۲۰۲۹ میلادي کال پورې دوام وکړي.
د یادې مؤسسې د چارواکو په وینا، د دغې پروژې نوې بودیجه ۲۴ میلیونه برتانوي پونډه ده، چې هر کال به یې د پروګرامونو د پلي کېدو لپاره اته میلیونه پونډه ځانګړې کېږي او لګښت یې د بریتانیا له لوري تمویلېږي.
په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني د پروژو پر دقیق، شفاف او اغېزناک پلي کېدو ټینګار وکړ او له مؤسسو یې وغوښتل، چې د کرنې په برخه کې بنسټیز او پراختیایي پروګرامونه عملي کړي.
کرنه، اوبولګونه، مالداري او د کرنیزو محصولاتو بازارموندنه د دغې پروژې له مهمو برخو څخه دي او دا پروګرام د افغان اېډ مؤسسې له لوري د څو همکارو بنسټونو په همغږۍ پلې کېږي.
