کابل کې د کانګو تبې پر وړاندې مبارزه پيل شوه

5 ورځې 15 ساعتونه مخکې

دلوی اختر د رارسېدو په درشل کې، د کابل دکرنې رياست له خوا په ښار او يوشمېر کليو او د کابل ولايت په ولسواليو کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې کمپاين پيل کړی دی.
دياد کمپاين په ترڅ کې د ښار او کلي هغه سيمې چې ډېر څاروي او غوجلې په کې دي او په دې ناروغۍ په ککړو کنو د شته څارويو د شتون شونتيا په کې ډېره وي د برنامې تر چتر لاندې نيول کېږي.
ياد کمپاين د اتو ورځو لپاره ده، چې په ترڅ کې يې په کنې ککړو څارويو او غوجلو درمل شېندل کېږي.
د کانګو تبه (CCHF) يو وژونکی میکروبي (ویروسي) ناروغي ده، چې له څارويو انسان ته لېږدي. ددې ويروس لوی لېږدوونکي غوا، وري، وزې او نور څاروي دي.
ددې ناروغي ويروس د کنو د چيچلو او يا د ککړو (منتن) څارويو له وينې او غوښې سره د تماس له لارې په مستقيمه توګه انسانانو ته لېږدي.
د کانګو تبې د مخنيوي په پار  مشکوکې غوجلې او څاروي بايد دواپاشي شي، د څارويو غوښې ښه پاخه او د څارويو د حلالولو پر وخت محافظتي جامې واغوستل شي او له څارويو سره تر تماس وروسته لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومينځل شي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کانګو تبي مخنيوي په پار هر کال کمپاينونه په لاره اچوي او پر څارويو ددې ناروغۍ ضد واکسين پلي کوي.

کابل کې د کانګو تبې پر وړاندې مبارزه پيل شوه

تازه خبرونهټول خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۶:۳۶
Background image

کابل ښار کې د کانګو تبې په پار د عامه پوهاوی د کمپاین دوام

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست د کانګو تبې په پار د عامه پوهاوي د پروګرام په لړ کې نن هم دکاپل ښار په یوشمېر سیمو کې د څارویو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۶:۳۰
Background image

هېواد کې د امو ونو دودولو په پار هڅې؛ ځینو ولایتونو کې یې پایلې مثبتې دي

ام د ګرمسېرو او استوایي سیمو مېوه ده، چې نن سبا ور څخه په ټوله نړۍ کې د یوې ارزښتناکې مېوې په توګه ګټه اخیستل کېږي.
په افغانستان کې هم ددې ارزښتناکې مېوې دودولو په پار له تېرو څو کالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۶:۲۳
Background image

لوګر او غور کې دوه ۲۵۰ ټني ګدامونه جوړېږي

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لوګر او غور په ولايتونو کې د دوه ۲۵۰ مټريک ټني ګدامونو رغنيزې چارې پيل کړي دي.
ياد ګدامونه نباتي ناروغيو سره د مبارزې او مخنيوي په پار. . .

د بریالیټوب کیسینور دلته

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۴:۱۹
Background image

حیات خان: خوښ یم چې له کمې ځمکې ډېره ګټه لاسته راوړم

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن

شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۲:۵۹
Background image

کور دننه ځان بسیاینې په پار هڅې؛ لوګر کې د روب جوړولو کارخونه

لوګر د کابل په سوېل کې، ښایي کابل ته یوازنۍ نږدې ولایت وي، چې کولی شي له پلازمېنې سره د خپل نږدېوالي او ګاونډیتوب تر ټولو زیاته ګټه پورته کړي.

شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۱ - ۱۵:۱۵
Background image

البدر: د هېواد په کچه د وطني تولیداتو لوی تولیدي کمپلکس

 په وروستیو کلونو کې حکومت د خصوصي سکټور ودې او پراختیا ته ډېره پاملرنه کوي، او له بېلابېلو لارو د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او په هره برخه کې ورته د کار او فعالیت زمینې برابروي، چې ورسره وطني تولیدات معیاري شوي او ترڅنګ یې

ګالريټول

لوی اختر کې د کانګو تبې د خپرېدو مخه ونیسئ!

یوه کال کې د څه باندې 54 زره ټنه بنډیو تولید

ناب او خوندور وطني شفتالو

کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ د ځان بسیاینې پر لور ګام! #وطني_تازه_مېوو_څخه_د_ملاتړ_کمپاین

د تودوخې په اوج سره، د تازه مېوو فصل رسېدلی دی. ګرانو هېوادوالو راځئ، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړو.

د کابل فرزې ولسوالۍ کې د ګیلاسو د حاصل ټولولو فصل، په انځورونو کې

د فراه رومي بانجان

د فراه رومي بانجان

بلخ کې دکرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» فعالیتونه

ننګرهار کې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» فعالیتونه لومړۍ برخه

ننګرهار کې د نرسریو له لارې د نیالګیو روزنه

د درې لوی او معیاري مسلخونو د ګټې اخیستنې پیل