طبیعي سرچینې

superadmin

ځنګلونه، اوبه، څړځایونه، خوندي شوي سیمې او د طبي نباتاتو کروندې (طبي بوټي) د افغانستان طبیعي شتمني دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اغېزناکو او مثمرو برنامو په پلي کولو سره ددغو شتمنیو د خوندي کولو او پالنې ترڅنګ، طبیعي کروندې او څړځایونه بیارغوی، چې ددغو شتمنیو د بیارغونې کچه هرکال زرګونه هکټاره ځمکې ته رسیږي. په هېواد کې د پستې، جلغوزې او چهارمغزو (غوزانو) ډېر او مثمر ځنګلونه ایجادول، د طبي نباتاتو کروندې رغول، د کابل زرغون کمربند ایجادول او د هغه پراختیا، د طبیعي سرچینو په برخه کې بنسټيزې برنامې دي.