مالـداری

superadmin

په ۱۳۹۷ یم کال کې د وچکالۍ له امله د افغانستان مالدارۍ له لوی ګواښ سره مخ و، خو زیانمنو مالدارانو ته د کرنې وزارت ځانګړې پاملرنه ددې لامل شو، چې د مالدارۍ په برخه کې د یو لوی ناورین مخه ونیول شي.
د افغانستان د مالدارۍ د سکټور ارزښت څه باندې اووه میلیارډ ډالر دی، چې یاد سکټور د کرنې وزارت له خوا په بریالیتوب سره ژغورل شوې ده.
دمګړۍ د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د څارویو روغتیایي چوپړونه، چې په کې د څارویو درملنه، د واکسینو خدمات، مصنوعي القاح، د څارویو او انسانانو ترمنځ ګډې ناروغۍ سره بارزه او یوشمېرنور خدمات شامل دي فعال شوي دي. دغه راز د کوچیانو څارویو خوندیتابه او روغتیا ته هم جدي پاملرنه شوې ده.
کرنې وزارت د مالدارۍ د ودې او پیاوړتیا په پار جدي هلې ځلې کوی. لکه تېر کال، چې افغانستان وتوانېد د چرګانو دغوښې په برخه کې خپل ۸۰ سلنه اړتیاوې په خپله تولید کړي او په دې برخه کې ځان بساینې ته نږدې شي. د ودې دا کچه د مالدارۍ په نورو برخو کې هم پلي کیږي.