دلغمان الینګار کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د چرګانو او اړوندو وسایلو مرسته وشوه
۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په الینګار ولسوالی کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د چرګانو او د چرګانو پالنې اړوندو وسایلو مرسته وشوه.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګان، ۱۰۰ کیلوګرامه د چرګانو دانه، درې دانې اوبهخورۍ، درې دانې دانهخورۍ، اته داني چرګوړي او د چرګانو د ساتنې او روزنې اړوند وسایل ووېشل شول.
د یادې مرستې د وېش په مراسمو کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او څارویو روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده، د هالېنډ کمېټې ولایتي مسؤلینو، د الینګار ولسوالی د کرنیزو چارو مدیر، محمدشریف ایوبي، او د اقتصاد ریاست استازي ګډون کړی و.
د یادې مرستې موخه د اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا، د کورني عاید د سرچینو رامنځته کول او د چرګانو د روزنې له لارې د کورنیو د ځانبسیاینې ملاتړ دی.
