دلغمان الینګار کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د چرګانو او اړوندو وسایلو مرسته وشوه

mail-admin
Tue, Oct 27 2026 3:01 PM
دلغمان الینګار کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د چرګانو او اړوندو وسایلو مرسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په الینګار ولسوالی کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د چرګانو او د چرګانو پالنې اړوندو وسایلو مرسته وشوه.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګان، ۱۰۰ کیلوګرامه د چرګانو دانه، درې دانې اوبه‌خورۍ، درې دانې دانه‌خورۍ، اته داني چرګوړي او  د چرګانو د ساتنې او روزنې اړوند وسایل ووېشل شول.
د یادې مرستې د وېش په مراسمو کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او څارویو روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده، د هالېنډ کمېټې ولایتي مسؤلینو، د الینګار ولسوالی د کرنیزو چارو مدیر، محمدشریف ایوبي، او د اقتصاد ریاست استازي ګډون کړی و.
د یادې مرستې موخه د اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا، د کورني عاید د سرچینو رامنځته کول او د چرګانو د روزنې له لارې د کورنیو د ځان‌بسیاینې ملاتړ دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS