دلغمان د کرنې رییس د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د ختیځ زون  مسؤل سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۱:۴
دلغمان د کرنې رییس د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د ختیځ زون  مسؤل سره وکتل

۳ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې «آی،آر،سي»  مؤسسې د ختیځ زون مسؤل رحمن الله لکڼوال، او د یادې کمېټې یوشمېر چارواکو سره د چارو د همغږۍ په موخه وکتل.
په دې کتنه کې راغلو مسؤلینو وویل، چې یاده کمېټّ ددې ولایت په علینګار او علیشنګ ولسوالیو کـې دکوچني کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره نوې پروژه پلي کوي او ددغو پروژو په هکله یې د ریاست مشرتابه سره معلومات شریک کړل او د پروژې تطبیق برخه کې د همکارۍ غوښتونکي شول.
په همدې مهال د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د یادې کمېټې مسؤلینوته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له دوی څخه مننه وکړه، چې د بې روزګاره وګړو لپاره د کار زمینه برابروي. ښاغلي محمد دوی ته د پروګرام په تطبیق کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې دغو پروګرامونو ته لادوام ورکړي او هغو لېرې پرتو سیمو ته چیرته چې د شلو کلونو په دوران کې خدمات ندي شوي هلته دغه پروګرامونه وغځوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۹
Background image

پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شاتو مچیو پالونکو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د کرنې کلسټر له عمومي مسؤل. . .

بازگشت