کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د بیې ټاکلو په موخه دکرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې دکرنیزو تخمونو د ملي بورډ استازو، د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د تولید شرکتونو مسؤلینو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» استازو، او همداراز د کرنې وزارت یو شمېر رییسانو او متخصصینو ګډون کړی و.
مولوي صدراعظم عثماني په غونډه کې د لوړ کیفیت لرونکو، له ناروغیو څخه د پاکو او د هېواد له اقلیم سره مناسب د اصلاح شویو تخمونو د تولید او وېش پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «زموږ اساسي موخه د مناسبې بیې ټاکل او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو وړاندې کول دي، تر څو هغوی ته د حاصلاتو د زیاتوالي زمینه برابره شي.»
د غونډې په دوام کې، د اړوندو ادارو مسؤلینو د هېواد د بېلابېلو زونونو لپاره د تخمونو بیې مشخصې کړې، او دغه راز د ولایتونو په کچه د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د کر او وېش پروسې په اړه هم نظرونه شریک کړل.
همداراز، په غونډه کې د اصلاح شویو تخمونو د پېر، په لوړ کیفیت او کمیت د تخمونو تولید، له اقلیمي شرایطو سره د تخم د مطابقت او د نباتي ناروغیو د مخنیوي په اړه هم هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هر کال د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ او د تخمونو تولیدي شرکتونو سره په همغږۍ داسې بیې ټاکي، چې هم د بزګرانو د وسې وي او هم د کرنیزو تخمونو سکتور د ودې لپاره زمینه برابره کړي.

 

جلسه بورد ملی تخم‌های بذری در وزارت زراعت برگزار شد
۵ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای به هدف قیمت‌گذاری تخم‌های بذری مادری، بنیادی و تصدیقی، تحت ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید. در این جلسه نمایندگان بورد ملی تخم‌های بذری، مسئولان شرکت‌های تولید تخم بذری، نمایندگان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و شمار دیگری از رؤسا و متخصصین وزارت زراعت حضور داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی در این نشست بر تولید و توزیع تخم‌های بذری با کیفیت، عاری از امراض و مناسب با اقلیم کشور تأکید کرد و گفت: «هدف اصلی ما تعیین قیمت مناسب و عرضه تخم اصلاح‌شده به دهاقین است تا زمینه افزایش حاصلات برای آنان فراهم گردد.»
در ادامه جلسه، مسوولان نهادهای مربوطه قیمت مشخص برای تخم‌های بذری را مطابق به زون‌های مختلف کشور تعیین نموده و در رابطه به روند کشت و توزیع تخم‌های بذری گندم در سطح ولایات اظهار نظر کردند.
همچنین در این جلسه روی خرید تخم‌های بذری توسط مؤسسات، تولید با کمیت و کیفیت بالا، مطابقت تخم با شرایط اقلیمی و جلوگیری از انتشار امراض نباتی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همه‌ساله با هماهنگی بورد ملی تخم‌های بذری و شرکت‌های تولید تخم، نرخ مناسب تخم بذری را طوری تعیین می‌کند که هم برای دهاقین قابل استطاعت باشد و هم زمینه رشد سکتور بذر در کشور فراهم گردد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو ارزښت او د قطع کولو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د آفرین مؤسسې په همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۴
Background image

د کندز د کرنې رییس د سره صلیب د شمال زون له اقتصادي مسؤول سره وکتل

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد د سره صلیب د کمیټې د شمال زون له اقتصادي مسؤول اکرام الدین امیري سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي لعل محمد ګوهر د پکتیکا د کرنې. . .

بازگشت