پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۹
پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شاتو مچیو پالونکو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د پکتیا مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله صلاح الدین، د کرنې رییس الحاج مولوي سید امین هاشمي، د پکتىا امنیه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص، د پکتىا ولایت داستخباراتو رییس، د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي امداد الله، د افغانستان د مچیو روﺯونکو ټولنې رییس شاه جهان مبارﺯ، د کډوالو رییس مولوي حبیب الله، د ننګرهار، لوګر او خوست ولایتونو څخه دمچیو روﺯونکو د ټولنې رئیىسانو د افغانستان د شاتو د مچیو پالنې له بېلابېلو ټولن، د شاتو د تولید برخې متخصصینو او د نورو ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو. 
ددې غونډې موخه یې د شاتو د تولید کچې لوړول، د مچیو د ساتنې لپاره غوره میتودونه معرفي کول، او د بازارموندنې په برخه کې د همغږۍ رامنځته کول وو.
د پکتیا د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: « شات زموږ د ولایت یو مهم طبیعي محصول دی، چې نه یوازې د خلکو د اقتصاد ملاتړ کوي، بلکې روغتیا ته هم زیاتې ګټې لري. موږ هڅه کوو چې د شاتو مچیو پالونکو ته د روزنې، اسانتیاوو او بازار موندنې په برخو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړو».
ورپسې د پکتیا مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله صلاح الدین وویل، موږ ژمن یو چې د شاتو د مچیو پالونکو ملاتړ ته دوام ورکړو، دوی ته د اسلامي ارزښتونو، عصري روزنې او اقتصادي ودې له لارې پیاوړی چاپېریال برابر کړو.
د افغانستان د مچیو روﺯونکو ټولنې رییس شاه جهان مبارﺯ د شاتو مچیو پالونکو د ستونزو، وړاندیزونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې او له اړوندو ادارو یې د دوامداره ملاتړ غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د شاتو مچیو د پالونکو لپاره به د عملي زده کړو ورکشاپونه جوړ شي، د بازار موندنې زمینه به پراخه شي، او د شاتو د کیفیت د لوړوالي لپاره به مشخص پلانونه عملي شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت