هلمند کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۱۳:۵۴
 هلمند کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوې

۱۵ لړم ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار ۱۹۰ زره تصدیق شوي میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي چمتو شوي دي.
د ښاغلي الکو په خبره دغه شمېر نیالګي ددې ولایت په نرسریو او قوریو کې روزل شوي دي.
د دغو نیالګیو له ډلې نږدې ۱۰۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي یې د کرنې ریاست اړوندو قوریو کې او پاتي ۹۰ زره یې د کرنې ریاست تر څار لاندې د خصوصي سکټور له خوا چمتو شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، د هلمند د کرنې ریاست په پام کې لري، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له لارې ځمکوالو او بڼوالو ته سږ کال هم نږدې درې زره جریبه مېوه لرونکي بڼونه جوړ کړي او د یادو بڼونو د اړتیا وړ نیالګي به له همدغو نرسریو څخه پېرل کیږي او پر بزګرو وېشل کیږي.
د هلمند د کرنې اداره هڅه کوي، چې هلمند کې بڼوالۍ ته وده او پراختیا ورکړي او هغه ونې ترویج کړي، چې په لنډ وخت کې مېوه نیسي او د ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې له مسوول سره وکتل 

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني، د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې «آی،او،اف،اس» د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۴۶
Background image

د کرنې وزیر له سنت‌پترزبورګ مېشتو افغان سوداګرو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه وکړه

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د مولوي عطاءالله عمري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په مشرۍ د ۲۰۲۵ کال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۱۶
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو سره د جوارو اصلاح شوي تخمونواو کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډنمارک د کډوالو ادارې (ډي،آر،سي) په همکارۍ اچین، سپین غر او هسکي مېني. . .

بازگشت