د کرنې وزیر له سنت‌پترزبورګ مېشتو افغان سوداګرو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۴۶
د کرنې وزیر له سنت‌پترزبورګ مېشتو افغان سوداګرو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه وکړه

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د مولوي عطاءالله عمري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په مشرۍ د ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې سنت‌پترزبورګ ښار ته رسمي سفر کړی، یاد پلاوی له یاد ښار څخه مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې مولوي عطاءالله عمري او ورسره پلاوي د روسیې مېشتو افغان سوداګرو ستونزې او ننګونې واورېدې او ټینګار یې وکړ چې دغه سوداګر دې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
مولوي عطاءالله عمري په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت کړنې او لاسته راوړنې روښانه کړل، او د افغانستان امن او با ثبات فضا یې د پانګونې لپاره مناسبه وبلله. نوموړي ، په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه دکرنې په برخه کې د پانګونې ګڼ فرصتونه له ګډونوالو سره شریک کړل.
همداراز، د کرنې وزیر د اسلامي مالي چوپړتیاوو یادونه وکړه، چې د کرنیزې پرمختیا صندوق له لارې وړاندې کېږي، او ویې ویل چې دا ډول ملاتړونه پانګه‌والو ته د هڅونې مهم لامل کېدای شي.
نوموړي له سنت‌پترزبورګ مېشتو افغان سوداګرو وغوښتل، چې له رامنځته شوې فضا څخه په استفادې، په اقتصادي سکټورونو او په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې په هیواد کې دننه پانګونه وکړي.
دغه لیدنه د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د پانګونو د جلبولو په موخه د ترسره کېدونکو هڅو یوه برخه ده.


وزیر زراعت در دیدار با تاجران افغان مقیم سنت‌پترزبورگ خواستار سرمایه‌گذاری در افغانستان شد 
۲۹ جوزا ۱۴۰۴ ه‍ .ش
هم‌زمان با سفر رسمی هیئت بلندپایه امارت اسلامی افغانستان به رهبری مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، به شهر سنت‌پترزبورگ روسیه جهت اشتراک در کنفرانس اقتصادی ۲۰۲۵، این هیئت با شماری از تاجران افغان مقیم این شهر دیدار و گفت‌وگو نمود.
در این دیدار، مولوی عمری و هیئت همراه، مشکلات و چالش‌های تاجران افغان مقیم روسیه را استماع نموده و بر ضرورت سرمایه‌گذاری این تجار در داخل افغانستان تأکید کردند.
مولوی عطاءالله عمری در صحبت‌هایش، ضمن تشریح کارکردها و دستاوردهای امارت اسلامی افغانستان، فضای امن و با ثبات کشور را زمینه‌ساز مناسب برای رشد سرمایه‌گذاری عنوان کرده و فرصت‌های متعدد سرمایه‌گذاری در بخش‌های مختلف، به‌ویژه زراعت را با اشتراک‌کنندگان در میان گذاشت.
وزیر زراعت همچنان با اشاره به خدمات مالی اسلامی که از طریق صندوق وجهی انکشاف زراعتی وزارت زراعت ارائه می‌شود، این حمایت‌ها را عاملی مهم در راستای تشویق سرمایه‌گذاران عنوان نمود.
وی از تاجران افغان مقیم سنت‌پترزبورگ خواست تا با استفاده از فضای فراهم‌شده، در داخل کشور به‌ویژه در سکتور زراعت و سایر عرصه‌های اقتصادی، سرمایه‌گذاری نمایند.
این دیدار بخشی از تلاش‌های هیئت امارت اسلامی افغانستان برای تقویت روابط اقتصادی و جذب سرمایه‌گذاری‌ها  در افغانستان به‌شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت