کونړ کې د شاتو تولیدات په زیاتېدو دي

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۶:۲۴
کونړ کې د شاتو تولیدات په زیاتېدو دي

۹ زمری ۱۴۰۰
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراخېدو او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار یې د شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل کړي دي، ترڅو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي، ددغو هڅو په پایله کې ددې ولایت د شاتو د تولیداتو سږنی کچه تر پنځه سلنه زیاته شوې ده.
کونړ کې د شاتو مچیو روزلو کاروبار په غوړېدو دی، چې دا مهال لسګونه کسان پکې په کار بوخت دي او له همدې لارې خپله حلاله نفقه لاسته راوړي.
د کونړ د کرنې رییس ضیاء الرحمن مومند وایي، چې په دې ولایت کې د شاتو د تولیداتو کچه کال تر بلې زیاتېږي، هغه وویل: «په کونړ کې خلک شاتو مچیو روزنې ته مخه کړې، او کال تر بلې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزني زیاتېږي، چې ورسره ددې ولایت د شاتو تولیدات هم په زیاتېدوي، د تېرکال په پرتله سږکال د شاتو تولیدات پنځه سلنه زیات شوي دي.»
ښاغلی مومند وویل، چې دکونړ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ په دې ولایت کې ۶۸ بابه د شاتو مچیو لوی او واړه فارمونه جوړ شوي دي، چې دکال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید په زیاتېدو دي.
دا مهال ددې ولایت فارمونو کې له ۳۲۰۰ تر ۳۴۵۰ صندوقه مچۍ تر روزنې او پالنې لاندې دي.
یادې مچۍ ډول ډول شات تولیدوي، چې له دې ډلې خورا مشهور یې شونشوبی، لاچي، کریچي ګل، سپېرکۍ،شړشم ګل، شفتل ګل او پلوڅه دي، چې په دغه ولایت کې خورا ډېر تولید او مینه وال لري.
د کونړ په ولایت کې د شاتو مچیو روزنې ټولنه هم شتون لري او ددې ولایت د شاتو مچیو  فارم لرونکو ته د کرنې ادارې د کارمندانو لخوا لارښوونې کېږي، ترڅو په فني او مسلکي توګه خپلې چارې مخته یوسي.
د کونړ ولایت د شاتو مچیو فارم لرونکي هم وایي، د شاتو په تولید کې یې هرکال زیاتوالی راځي، چې سږکال هم د تېر کال په پرتله د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ د کرنې ریاست لخوا په دې ولایت کې د شاتو مچیو د کاروبار د لا پراختیا په پار د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له دوی سره مرستې اوهمکارۍ شوي دي.
په کونړ کې د شاتو مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یوشمېر کسانو شاتو مچیو روزلو ته مخه کړي، چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.
په دې لړ کې لسګونو کسانو ته د کاروبار زمینه برابره شوې ده او تر ډېره یې اقتصاد ورسره ښه شوي دي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۲
Background image

توزیع ۹ قلم مواد غذایی تازه برای خانواده‌های نیازمند در جوزجان

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ، ۹ قلم مواد غذایی تازه را برای ۳۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه توزیع کرد.
مسئو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

توزیع تخم و وسایل زراعتی برای ایجاد باغچه‌های خانگی در زرنج

۱۳ ثور ۱۴۰۵  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری  با همکاری مؤسسه سازمان کمک‌های بشری (OHA)، برای ۷۵ تن از خانم‌های زراعت‌پیشه به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، تخم‌های سبزیجات و وسایل. . .

بازگشت به خبرها