د هېواد ګمرکونو، هوایي ډګرونو او بندرونو کې ۱۸ لابراټوارونه جوړ شوي

۲۰ غویي ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ناروغیو د مخنیوي په پار د هېواد د یوشمېر ولایتونو په ګمرکونو، هوایي ډګرونو او بندرونو کې د څارویو د ناروغیو د تشخیص ۱۸ لابراټوارونه جوړ کړي، چې سږکال یې په عصری توکو سمبالوي.
یاد لابراټوارونه د کرنې وزارت د حیواني روغتیا ریاست له خوا د عامې روغتیا وزارت او کابل ښاروالۍ په مرسته جوړ شوي او ټاکل شوې، چې د وران کال په ترڅ کې په عصري توکو سمبال شي.
ددغو لابراټوارونو د جوړېدو موخه هېواد ته د وراد کېدونکو څارویو د بېلابېلو ناروغیو سمه څېړنه او پر وخت مخنیوی دی، ترڅو له دې لارې وکولای شي، چې د ناروغیو او افتونو سمه پېژندنه او پروخت یې مخنیوی ووشي.