د هېواد ګمرکونو، هوایي ډګرونو او بندرونو کې ۱۸ لابراټوارونه جوړ شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۴:۴۸
د هېواد ګمرکونو، هوایي ډګرونو او بندرونو کې  ۱۸ لابراټوارونه جوړ شوي

۲۰ غویي ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ناروغیو د مخنیوي په پار  د هېواد د یوشمېر ولایتونو په ګمرکونو، هوایي ډګرونو او بندرونو کې د څارویو د ناروغیو د تشخیص ۱۸ لابراټوارونه جوړ کړي، چې سږکال یې په عصری توکو سمبالوي.
یاد لابراټوارونه د کرنې وزارت د حیواني روغتیا ریاست له خوا د عامې روغتیا وزارت او کابل ښاروالۍ په مرسته جوړ شوي او ټاکل شوې، چې د وران کال په ترڅ کې په عصري توکو سمبال شي.
ددغو لابراټوارونو د جوړېدو موخه هېواد ته د وراد کېدونکو څارویو د بېلابېلو ناروغیو سمه څېړنه او پر وخت مخنیوی دی، ترڅو له دې لارې وکولای شي، چې د ناروغیو او افتونو سمه پېژندنه او پروخت یې مخنیوی ووشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۳۳
Background image

د کندهار د کرنې ریاست ۲۰ کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز له مسلکي روزنې فارغ شول


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ۲۰ تنه کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز اړوند له تخصصي او مسلکي روزنیز پروګرام څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۳۰
Background image

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې پر ٤٠ کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو نړیوالې  «ډي‌ارسي» ادارې په مرسته د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴
Background image

دمیدان وردګو دوو ولسوالیو کې لس ګونو بزګرانو ته دلوبیا ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت د دایمیرداد او جغتو ولسوالیو اړوند د کنج، ګرماب کلاندې په حوزو کې یوشمېر په شرایطو برابرو بزګران چې مخکې دکرنې ریاست له. . .

بازگشت