شنې خونې هلمند د سبو له پلوه ځان بسیا کوي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۱:۴۵
شنې خونې هلمند د سبو له پلوه ځان بسیا کوي

۳۰مرغومې ۱۳۹۹
هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته د ژمي او د کال په ټولو موسمونو کې هم کولای شي، چې په خپلو شنوخونو کې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او ددې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډو ولایتونو ته هم صادر کړي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې بزګرو ته ۱۶۶ بابه شنې خونې جوړې شوي دي.
هلمند کې د کرکیلې لپاره د شنوخونو جوړېدا سره سم د بزګرو کار غوړېدلی، او له بلې خوا هلمندیان چې تېر وخت به یې یوازې د ګرمۍ موسم کې سابه په بازارونو کې موندل، اوس یې  د کال هر فصل کې خوړلی شي.
د هلمند یو شمېر اوسیدونکي وایي، د شنو خونو له برکته روان کال کې د رومیانو(ټماټرو) او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره هم نه دي مخامخ شوي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د هلمند په شنو خونو کې راټوکېدلي او حاصل شوي د دغه ولایت د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي.
زلمی الکو وايي، چې د شنوخونو په جوړېدو سره د سبو کرکیلې نوې بڼه خپله کړې، چې بزګران هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده.
کرونګر وايي، شنې خونې ښه عاید ورته لري.د هلمند د ناوې ولسوالۍ د عینک په سیمه کې، یوتن بزګر په خپله شنه خونه کې، د سبو کرکېله کوي هغه وایي، ددې لپاره چې د شنې خونې عواید زیات دي او د کال په ټولوموسمونو کې په کې کرکېله کېږي غواړي، چې شنه خونه کې کرکېله وکړي.
په هلمند کې د شنو خونو له دودېدلو ډېر وخت نه تېرېږي. دغه نوښت هم کروندګر لېوال کړي او هم پېرودونکي د تازه سبزیو له رانیولو خوښ دي.
هلمندیان وایي، خوشاله په دي چې اوس په هر موسم کې له بهره د وارد شوي خراب او خوسا سبو او تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سابه او ترکارۍ كورونو ته وړي.د هلمند ګڼ شمېر او سیدونکي خوشاله دي، چې د دوی ولایت د سبو او ترکاریو د تولید په پرخه کې د بسیا کېدو پر خوا روان دی.
شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د هلمنديانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوی او د شنو خونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي، چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS