میدان وردګو کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي کمپاین؛ د څارویو پلورونکو او قربانۍ اخیستونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۵۴
میدان وردګو کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي کمپاین؛ د څارویو پلورونکو او قربانۍ اخیستونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

۴ غبرګولي ۱۴۰۵ ھ.ش
۸ ذُی الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د وینه بهېدونکې تبې (کانګو) ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه د عامه پوهاوي پراخ کمپاین ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د څارویو پلورونکو، مالدارانو او د قربانۍ لپاره د څارویو اخیستونکو ته اړینې روغتیايي سپارښتنې وړاندې شوې.
دغه کمپاین د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د څارویو ساتنې او روغتیا آمریت له لوري د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ ترسره شو، چې مشري یې د څارویو ساتنې او روغتیا آمر ډاکټر محمدالله شهیدزي، د څارویو د روغتیا لوی مدیر ډاکټر نورالله نوري او د چرګانو، کبانو او ګټورو حشراتو روزنې مدیر ډاکټر عادل شاه کوله.
د یاد کمپاین پر مهال مسلکي ټیمونو د کانګو ناروغۍ د رامنځته کېدو لاملونو، د انتقال لارو، د مخنیوي تدابیرو او روغتیايي احتیاطي اصولو په اړه ګډونوالو ته مفصل معلومات ورکړل. همدارنګه د عامه پوهاوي او لارښوونې سلګونه معلوماتي پاڼې هم پر خلکو ووېشل شوې.
چارواکو د قربانۍ پر مهال د حفظ الصحې مراعتول د ناروغۍ د مخنیوي لپاره مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې خلک باید د څارویو د حلالولو او انتقال پر مهال له محافظتي وسایلو لکه دستکشو، ماسکونو او ځانګړو جامو څخه استفاده وکړي، ترڅو انسانانو ته د ناروغۍ د انتقال مخه ونیول شي.
د میدان وردګو د کرنې ریاست همدارنګه له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د لوی اختر په ورځو کې روغتیايي اصول په جدي ډول مراعت کړي او د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې کانګو ناروغي یوه خطرناکه ساري ناروغي ده، چې ډېری وخت د کنو (چیچړو) او یا هم د اخته څارویو د وینې او غوښې سره د مستقیم تماس له لارې انسانانو ته انتقالېږي، او د عامه پوهاوي کمپاینونه یې د مخنیوي لپاره اغېزمن رول لري.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها