پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د هیلتو مؤسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په روحاني بابا او جاني خېلو ولسوالیو کې ۱۱۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ او وسپارل شول.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ مدیر عبدالبصیر کوچی وایي، له دې پروژې څخه ۵۵ کورنۍ په روحاني بابا او ۵۵ کورنۍ په جاني خېل ولسوالۍ کې برخمنې شوې، چې موخه یې د بېوزلو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او د عاید سرچینو رامنځته کول دي.
همدا راز ښاغلي کوچی، وویل چې هرې ګټهاخیستونکې کورنۍ ته ۳۰ دانې چرګان، ۵۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکه، ۳ دانې آبخورې، ۳ دانې دانهخوري، ۱۰ متره جالۍ او د ساتنې اړوند نور ضروري توکي ورکړل شوي.
ښاغلي کوچی زیاته کړه، د دې مرستې اساسي موخه دا ده چې په کور دننه بېوزلو کورنیو ته د کار زمینه برابره شي، د خوړو خوندیتوب پیاوړی شي او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
