د لوګر دکرنې ریاست؛ قوشتیپې کانال لپاره ډالۍ شوي ۲۱۵ زره نیالګي ښه وده کړې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۸:۳۲
د لوګر دکرنې ریاست؛ قوشتیپې کانال لپاره ډالۍ شوي ۲۱۵ زره نیالګي ښه وده کړې


۲۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت د بزګرانو له لوري، د قوشتیپې کانال زرغونتیا په موخه ډالۍ شوي ۲۱۵ زره قلمه، چنار او سنځلو نیالګي ښه وده کړې ده.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم آمر، قاري عبدالبصیر شاهد وویل؛ چې یاد نیالګي تېرکال د کرنې ریاست په نوښت د دې ولایت له مرکز او بېلابېلو ولسوالیو د بزګرانو په همکاري راټول شوي و، چې په د یو شاوخوا یو کال په تېرېدو سره ښه وده کړې ده.
دغه راز نوموړی په  قوشتیپې کانال کې د اړوندې برخې د مسوولینو له قوله وایي، چې د لوګر نیالګي د یادې سیمې له هوا او خاورې سره ښه تطابق لري او د شاوخوا یو کال په تېرېدو سره دغه نیالګي آن له دوو متر څخه زیات لوړ شوي او ښه نمو یې کړې ده.
 د یادونې وړ ده، چې دغه نیالګي د قوشتیپې کانال د زرغونتیا لپاره  تېر کال د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د ملي پراختیا ادارې استازو ته سپارل شوي وو.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۰
Background image

وزارت زراعت برای برگزاری نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری افغانستان نشست هماهنگی برگزار کرد

۲۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور هماهنگی و جلب همکاری نهادهای ملی و بین‌المللی برای برگزاری هرچه بهتر نمایشگاه محصولات زراعتی، مالداری افغانستان، نشست مشترکی را. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۵۸
Background image

رئیس جدید ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت معرفی شد

۲۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظوری مقام عالی ریاست‌الوزرای امارت اسلامی افغانستان، به‌حیث رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

حاصلات توت در پنجشیر ۱۳ درصد افزایش یافت

۲۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر اعلام کرد که حاصلات توت در این ولایت در سال جاری نسبت به سال گذشته ۱۳ درصد افزایش یافته است.
قاری فضل‌الله دیوبند، رئیس. . .

بازگشت به خبرها