رئیس جدید ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت معرفی شد
۲۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظوری مقام عالی ریاستالوزرای امارت اسلامی افغانستان، بهحیث رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای این وزارت تعیین و طی مراسمی به کارمندان آن اداره معرفی شد.
مراسم معرفی وی در تالار ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت با حضور مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، شماری از رؤسای مرکزی و کارمندان این ریاست برگزار شد.
مولوی نورالدین عمیر در این مراسم، بر اهمیت رعایت سلسلهمراتب اداری، تقویت هماهنگی و انجام مسئولیتها در چارچوب اصول نظام امارت اسلامی افغانستان تأکید کرد. وی ضمن قدردانی از خدمات و کارکردهای مولوی عبدالغفور، رئیس پیشین ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت، برای مولوی عبدالعلی عمری در مسئولیت جدید آرزوی موفقیت کرد.
در این مراسم، مولوی عبدالعلی عمری نیز از اعتماد رهبری امارت اسلامی و وزارت زراعت سپاسگزاری کرده و اطمینان داد که با همکاری مسئولان و کارمندان، برای تقویت برنامهریزی، هماهنگی و پیشبرد مؤثر برنامههای وزارت زراعت تلاش خواهد کرد.
قابل یادآوری است که مولوی عبدالغفور بهتازگی بهحیث رئیس تکنالوژی معلوماتی وزارت زراعت تعیین شده است. همچنین مولوی عبدالعلی عمری پیش از این بهعنوان رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد وزارت زراعت ایفای وظیفه میکرد.
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست نوی رییس معرفي شو
۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاستالوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د دغه وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ د لوی رییس په توګه وټاکل شو او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د نوموړي د معرفۍ مراسم د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ د لوی ریاست په تالار کې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، د مرکزي ریاستونو د یو شمېر رییسانو او د یاد ریاست د کارکوونکو په حضور کې ترسره شول.
مولوي نورالدین عمیر په دې مراسمو کې د اداري سلسلې د مراعاتولو، د همغږۍ د پیاوړتیا او د افغانستان اسلامي امارت د نظام د اصولو په چوکاټ کې د مسؤلیتونو د ترسره کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ د پخواني لوی رییس مولوي عبدالغفور د خدمتونو او کړنو ستاینه وکړه او مولوي عبدالعلي عمري ته یې په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
په دغو مراسمو کې مولوي عبدالعلي عمري هم د اسلامي امارت د مشرتابه او د کرنې وزارت له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د مسؤلینو او کارکوونکو په همکارۍ به د کرنې وزارت د پلان جوړونې، همغږۍ او د پروګرامونو د اغېزمن پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې مولوي عبدالغفور په دې وروستیو کې د کرنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د رییس په توګه ټاکل شوی دی. همدارنګه مولوي عبدالعلي عمري تر دې وړاندې د کرنې وزارت د استملاک او بیا مېشتېدو د لوی رییس په توګه دنده ترسره کوله.
