پکتیا کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې چارې کړندي شوي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۱:۲۹
 پکتیا کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې چارې کړندي شوي

۲۲ لړم ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دوی په دې ولایت کې د جلغوزیو او غوزانو «چهارمغزو» د ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې په پار یو شمېر قوریه لرونکو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي.
د یاد ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د بیا رغونې لپاره ددې ولایت د شواک او ګرده څېړۍ ولسوالیو ۱۴۰ قوریه لرونکي د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو په برخه کې روزلي دي، چې وروسته بیا ددې ولایت د جلغوزیو او چهارمغزو ځنګلونو د بیا رغونې په پار به د دوی له قوریو څخه ګټه پورته شي. په روزنیز پروګرام کې قوریه لرونکو ته د ځنګلونو اهمیت، ساتنه او پالنه او دغه راز د چهارمغزو او جلغوزیو د کورنيو قوریو د کښت، خړوبول، د ښه تخم انتخاب، د هرزه بوټو کنترول، د تخم راټولول او نور اړین موضوعات په عملي او نظري ډول ورښودل شوي دي.
باید وویل شي، چې دغه لړۍ به د پکتیا په څمکنیو، ځاځي اریوب او جاني خېلو ولسواليو کې هم پیل شي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې (FAO/GEF) له خوا د پکتیا د احمد اباد ولسوالۍ ۳۵ تنه قوریه لرونکي د ځنګلونو د ښه مدیریت، ساتنې او بیارغونې په برخه کې روزل شوي دي.
ددې ترڅنګ د یادې پروژې له خوا په احمد اباد ولسوالۍ کې د ځنګلونو د مدیریت اووه ټولنې هم جوړې شوي دي، چې هرې ټولنې ته پنځه کورني قوریې، چې ټول یې ۳۵ قوریې کیږي هم جوړې شوي دي.
پکتیا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۷
Background image

توزیع مرغ تخم‌گذار و وسایل مرغ‌پروری برای خانواده‌های بی‌بضاعت در بدخشان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه برنامه‌های حمایتی به هدف بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های نیازمند، ۶۳۰ قطعه مرغ تخم‌گذار همراه با ۲۱۰۰ کیلوگرام خوراکه غنی‌شده و وسایل ساخت مرغانچه برای ۲۱. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۷
Background image

توزیع زنبور عسل و وسایل زنبورداری برای ۱۰۰ خانواده بی‌بضاعت در بدخشان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه برنامه‌های حمایتی به هدف بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های نیازمند، ۲۱۵ صندوق زنبور عسل همراه با وسایل کامل زنبورداری برای ۱۰۰ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۵
Background image

توزیع وسایل زنبورداری در ولسوالی سیاگرد ولایت پروان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان با همکاری مؤسسه Soba، برای ۱۰۰ تن از زنبورداران در پنج قریه‌ی چهلان، دوآب، قلعچه، دهن زاب و جوی دختر، وسایل زنبورداری توزیع. . .

بازگشت به خبرها