هلمند کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د چرګانو او کبانو دانې د تولید فابریکه فعاله شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۰:۳۳
هلمند کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د چرګانو او کبانو دانې د تولید فابریکه فعاله شوه

۲۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په «بېټون» سیمه کې د نږدې ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د چرګانو او کبانو دانې د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل کړ.
یاده فابریکه په یو ساعت کې د درې ټنه اومه موادو د پروسس وړتیا لري، چې په معیاري ډول او مناسبه بیه فارم لرونکو ته د چرګانو او کبانو دانې برابروي او ورسره به د دانې بیې د پام وړ راټیټې او ترڅنګ یې د سوېل لویدیځ زون په کچه به د چرګانو  او کبانو فارم لرونکو ته به معیاري دانې برابرې او د بې کیفیته وارداتو مخه به ورسر ونیول شي.
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره یاده کارخونه د نږدې ۲۰۰ زره امریکایې ډالرو په لګښت د یوکال په موده کې جوړه شوې، چې په کې سلګونو کسانو ته  په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې دې کارخونې ته ورته هلمند کې دوې نورې فابریکي هم فعالیت لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د خصوصي سکټور پانګوالو ته په ګڼو برخو کي اسانتیاوې رامنځته شوي دي، ترڅو دوی وهڅېږي، چې په خپل هېواد کي پانګونه وکړي او له لارې یې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او هېواد پرځان بسیاشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
Background image

برگزاری جلسه پلان عمل احیا و حفاظت از جنگلات در وزارت زراعت

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور بررسی و تنظیم پلان عمل احیا و حفاظت از جنگلات کشور، در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی این. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۳۰
Background image

دیدار فنی از ساحات زراعتی قریه قلعه نورخان ولایت پروان

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان فنی و مسلکی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از باغ‌ها و زمین‌های زراعتی قریه قلعه نورخان ساحه خلازیی دیدار نمودند. این برنامه به اساس هدایت رهبری. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

افتتاح مسلخ معیاری مواشی در شهر کهنه تالقان ولایت تخار 

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
یک باب مسلخ معیاری و عصری در منطقه شهر کهنه تالقان ولایت تخار  توسط شرکت خصوصی اعمار و به بهره‌برداری سپرده شد. این مسلخ با در نظرداشت اصول صحی و حفظ محیط زیست ساخته. . .

BACK TO NEWS