د ننګرهار کانال شرکت کې د کرنې میکانیزه کولو په پآر هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۴
د ننګرهار کانال شرکت کې د کرنې میکانیزه کولو په پآر هڅې

۲۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت ددې شرکت اړوندو فارمونو کې د میکانیزه کرکیلې په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې ورسره به د یاد شرکت د کرنیزو محصولاتو کچه زیاته او عواید به یې لوړ شي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې ددې شرکت اړوندو ځمکو کې د میکانیزه کرکیلې په موخه هلې ځلې پیل کړي دي، چې د کرنې میکانیزه کولو سره له شتو کروندو څخه پراخه حاصلات په لاس راځي.
ښاغلی کظیم وویل: «د اقلیم بدلون او وروستیو کلونو وچکالۍ پر کرنې هم ناوړه اغېزه کړې، خو موږ وروستیو ورښتونو هیله من کړي یو، چې دا کال به له خپلو ځمکو ښه حاصلات ترلاسه کړو».
دا په داسې حال کې ده، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د هېواد په کچه دودیزه کرکېله په میکانیزه او معیاري کرکېله واړوي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۶
Background image

توزیع تخم سبزیجات و وسایل کاری برای ۱۴۷ دهقان در ولسوالی شکردره کابل

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی شکردره با همکاری و حمایت مؤسسه (دبلیو اچ اچ)، برای ۱۴۷ دهقان سبزی‌کار یک مقدار تخم سبزیجات و وسایل کاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

سفر هیئت تخنیکی به ولایت تخار به منظور سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
یک هیئت تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایت‌های شمالی کشور، پس از ولایت‌های بغلان و کندز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

کمپاین گسترده برای جلوگیری از بیماری کانگو در زون شرق؛ نُه هزار حیوان معالجه می‌شوند

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار و با همکاری مالی و تخنیکی اداره غذا و زراعت ملل متحد (فائو) و سازمان صحی جهان (دبلیو اچ او)،. . .

بازگشت به خبرها