سفر هیئت تخنیکی به ولایت تخار به منظور سروی و تثبیت چراگاهها
۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
یک هیئت تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف سروی، تشخیص و تثبیت چراگاههای ولایتهای شمالی کشور، پس از ولایتهای بغلان و کندز، اینبار به ولایت تخار سفر کرد.
این هیئت به ریاست مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی وزارت زراعت و با اشتراک مولوی عنایتالله شجاع معین معینیت بررسی وزارت سرحدات، اقوام و قبایل و شماری از مسئولین و کارمندان ادارات مربوطه فعالیتهای خود را آغاز نمود.
در جریان این سفر هیئت با مسئولان محلی از جمله معاون والی کندز حمیدالله ارشاد، قوماندان امنیه، مسئولین استخبارات، زراعت، عدلیه، سرحدات، حج و اوقاف، معارف، شاروالی و ولسوالان ولسوالیها دیدار کرده و در مورد روند سروی و تثبیت چراگاهها گفتگوهای همهجانبه انجام دادند.
در آغاز، مولوی محمود مظلوم و هیئت همراهش دیدگاههای خود را در مورد اهمیت این برنامه با مسئولین شریک ساخته و گفتند که روند سروی، تثبیت و تشخیص چراگاهها در برخی ولایتهای شمالی تکمیل شده و اکنون در ولایت تخار آغاز میگردد. وی بر تطبیق دقیق این برنامه تأکید کرده و از کارمندان خواست با احساس مسئولیت بیشتر در پیشبرد این روند تلاش کنند.
مولوی مظلوم افزود که با آمدن امارت اسلامی افغانستان، زمینه فراهم شده است تا همه در کنار هم برای آبادانی کشور و حفاظت از ملکیتهای امارتی تلاش کنند. وی تأکید کرد که در ولایت تخار نیز باید مطابق حکم امیرالمؤمنین حفظهالله، در کنار ولایتهایی که روند سروی و تثبیت چراگاهها در آن تکمیل شده است، این پروسه به گونه کامل عملی گردد.
در همین حال، مسئولان محلی ولایت تخار از تطبیق این برنامه استقبال کرده و همکاری کامل خود را اعلام نمودند. به گفته آنان، تطبیق این برنامه در تفکیک زمینهای شخصی و امارتی، بهبود مدیریت منابع و پیشرفت کشور نقش مهمی خواهد داشت.
د څړځایونو د سروې او تثبیت پهپار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر
۷ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او کندز ولایتونو وروسته تخار ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوی د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د بررسۍ مرستیال مولوي عنایتالله شجاع، او همداراز د اړوندو ادارو د یو شمېر مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون خپل فعالیتونه پیل کړل.
د دې سفر په ترڅ کې، پلاوي له سیمهییزو چارواکو له ډلې د کندز مرستیال والي حمیدالله ارشاد، امنيه قوماندان، د استخباراتو، کرنې، عدلیې، سرحدونو، حج او اوقافو، لوړولو زدکړو، ښاروالۍ رئیسانو او د ولسوالیو ولسوالانو سره لیدنې وکړې او د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر په اړه يې هر اړخیزې خبرې وکړې.
په پیل کې د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم او ورسره پلاوي يې په خپل وار د دې پروګرام د اهمیت په اړه خپل نظرونه له مسؤلینو سره شریک کړل او د دغه ملي شتمنۍ د ساتنې په برخه کې وویل، د څړځایونو د سروې، تثبيت او تشخیص بهیر په یو شمېر شمالي ولایتونو کې بشپړ شوی او اوس په تخار ولایت کې پیلېږي. نوموړي همداراز د دې پروګرام پر دقیق تطبیق ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د لا زیات مسؤلیت احساس سره د دې بهیر په پرمخ بېولو کې هڅه وکړي.
ښاغلي مظلوم زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره دا زمينه برابره شوې چې مونږ ټول په ګډه د هېواد د آبادۍ او د امارتي ملکیتونو د خویندیتوب په برخه کې خپلې هلې ځلې وکړو نو پکار ده چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم د تطبیق په اساس تخار ولایت کې هم د هغه ولاياتو تر څنګ چې د څړځايونو سروې او تثبيت چارې پکې پای ته رسېدلی په تخار ولايت کې هم دغه پروسه په بشپړه توګه پای ته ورسوو.
په همدې حال کې، د تخار ولایت سیمهییزو چارواکو د دې پروګرام له پلي کېدو هرکلی وکړ او خپله بشپړه همکاري یې اعلان کړه. د هغوی په وینا، د دې پروګرام تطبیق به د شخصي او امارتي ځمکو په تفکیک، د سرچینو د مدیریت په ښه والي او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول ولري.
