د تورخم بندر د قرنطین ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۱:۱۸
د تورخم بندر د قرنطین ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د تورخم په بندر کې د حیواني او کرنیزو توکو د قرنطین ودانۍ چارې بشپړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د تورخم حیواني او کرنیز قرنطین ودانۍ چې د اسلامي امارت په ۷.۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوه حیواني او نباتي لابراتوارونه، اداري خونې، تشنابونه، پخلنځي او ۲۱۶ متره په اوږدوالی فینس وال لري.
ښاغلي محمد زیاته کړه ددي ودانۍ په جوړېدو سره به د نړۍوال سوداګریز مرکز د قوانینو مطابق د نړۍ سره د ښه تعامل پر بنآ صادرات او واردات ولرو.
نوموړي وویل د قرنطین د نورو برخو فعالیدو سره به د تورخم بندر له لارې واردیدونکو حیواني او کرنیز محصولاتو نمونې د تشخیص په موخه اخیستل کېږي او هغه حیواني او کرنیز توکي، چې له افغانستان څخه صادرېږي د نړۍوالو اصولو لمخې چک او سرټفیکیټ به ورکول کېږي.
د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد سربېره، د تورخم کمیسار حاجي ملا حکمت، تورخم ګمرک امر قاري رفیع الله پاچاخان، د شرکت مسولینو، کرنې ریاست امرینو، تورخم استخباراتو او ترانسپورت استازو ګډون درلود.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۶
Background image

توزیع تخم سبزیجات و وسایل کاری برای ۱۴۷ دهقان در ولسوالی شکردره کابل

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی شکردره با همکاری و حمایت مؤسسه (دبلیو اچ اچ)، برای ۱۴۷ دهقان سبزی‌کار یک مقدار تخم سبزیجات و وسایل کاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

سفر هیئت تخنیکی به ولایت تخار به منظور سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
یک هیئت تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایت‌های شمالی کشور، پس از ولایت‌های بغلان و کندز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

کمپاین گسترده برای جلوگیری از بیماری کانگو در زون شرق؛ نُه هزار حیوان معالجه می‌شوند

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار و با همکاری مالی و تخنیکی اداره غذا و زراعت ملل متحد (فائو) و سازمان صحی جهان (دبلیو اچ او)،. . .

بازگشت به خبرها